لټون

له یونوکال څخه تر دلتا؛ له ټاپي پایپ‌لاین څخه تر ګازو استخراج پورې، د افغانستان د انرژۍ کیسه بیا خبرونو ته راغله

17 وږی 1405 - 11:57 32 views
له یونوکال څخه تر دلتا؛ له ټاپي پایپ‌لاین څخه تر ګازو استخراج پورې، د افغانستان د انرژۍ کیسه بیا خبرونو ته راغله
له یونوکال څخه تر دلتا؛ له ټاپي پایپ‌لاین څخه تر ګازو استخراج پورې، د افغانستان د انرژۍ کیسه بیا خبرونو ته راغله

له یونوکال څخه تر دلتا او له ټاپي پایپ‌لاین څخه تر ګازو استخراج پورې، د افغانستان د نفت او ګازو په سکتور کې د نږدې درېیو لسیزو سیاسي بدلونونو کیسه یو ځل بیا د خبرونو سرټکي ګرځېدلې ده.

د طالبانو حکومت په هرات کې د کشک ـ تېرپل د نفت او ګازو د حوزې د اکتشاف او استخراج قرارداد له سعودي «دلتا انټرنشنل» شرکت سره لاسلیک کړی؛ خو د دغه قرارداد د لاسلیک په مراسمو کې د امریکا د پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد حضور، د افغانستان د انرژۍ د پروژو یوه پخوانۍ او جنجالي کیسه هم بېرته راژوندۍ کړې ده.

د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزارت وايي، د کشک ـ تېرپل حوزه شاوخوا ۲۲ زره مربع کیلومتره مساحت لري او ډېره برخه یې د طبیعي ګازو له زېرمو جوړه شوې ده.

د تړون له مخې، «دلتا انټرنشنل» به په لومړي پړاو کې د اوو ګازي بلاکونو د اکتشاف او استخراج لپاره ۲۰۰ میلیونه ډالر پانګونه وکړي. د تړون موده ۲۵ کاله ټاکل شوې او د اکتشاف موده اته کاله ده. د طالبانو په وینا، تمه ده چې دغه پروژه د افغانستان د ګازو د کورنیو اړتیاوو په پوره کولو او د کاري فرصتونو په رامنځته کولو کې مرسته وکړي.

په کابل کې د تړون د لاسلیک په مراسمو کې د طالبانو د حکومت اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر، د کانونو او پټرولیم وزیر هدایت‌الله بدري، د سعودي شرکت اجرائیوي رئیس شاهر التقي او زلمی خلیلزاد حضور درلود.

خلیلزاد په دې مراسمو کې د افغانستان طبیعي سرچینې او د سیمې د نښلولو لپاره د دغه هېواد جغرافیایي موقعیت مهم وباله.

خو د دې تړون تاریخي تړاو د ۱۹۹۰مو کلونو د انرژۍ او پایپ‌لاین سیاستونو ته رسېږي.

«دلتا» شرکت په خپلو تاریخي معلوماتو کې وايي چې په ۱۹۹۰مو کلونو کې یې له امریکايي «یونوکال» شرکت سره ستراتیژیکه همکاري لرله او دواړو شرکتونو د ترکمنستان د ګازو د انتقال لپاره د افغانستان له لارې د پایپ‌لاین د جوړولو په پروژه کې ونډه لرله.

د امریکا د کانګرس په اسنادو کې هم «یونوکال» او سعودي «دلتا» دواړه د هغه وخت د «سنټ‌ګاز» کنسرسیوم د غړو په توګه یاد شوي دي.

د امریکا پخواني سفیر زلمي خلیلزاد هم په مرکو کې منلې چې هغه مهال یې د یونوکال لپاره د سلاکار په توګه کار کاوه او د ۱۹۹۷ کال په وروستیو کې یې د طالبانو د یو شمېر چارواکو د امریکا سفرونو په تنظیم او د شرکت له چارواکو سره د هغوی د اړیکو په رامنځته کولو کې رول درلود. واشنګټن پوسټ هم خلیلزاد د یونوکال لپاره د یوه سلاکار په توګه یاد کړی دی.

خو هغه پایپ‌لاین پروژه د افغانستان د جګړې، د طالبانو او امریکا د اړیکو د خرابېدو او د سیمې د سیاسي بې‌ثباتۍ له امله عملي نه شوه او یونوکال په ۱۹۹۸ کال کې له پروژې ووت.

اوس، نږدې درې لسیزې وروسته، هماغه سعودي شرکت یو ځل بیا د افغانستان د نفت او ګازو بازار ته راګرځي او زلمی خلیلزاد هم یو ځل بیا د تړون د لاسلیک په مراسمو کې لیدل کېږي.

د افغانستان د پخواني جمهوري نظام د جمهوري ریاست د چارو ادارې مشر فضل‌محمود فضلي د خلیلزاد حضور د حیرانتیا وړ نه بولي.

دغه پخواني چارواکي لیکلي:

«خلیلزاد له ۱۹۹۶ کال راهیسې له طالبانو سره اړیکې لرلې او دا د ۱۹۹۷ کال د یونوکال د هڅو دوام دی.»

فضلي د اوسني تړون په اړه هم سختې نیوکې کړې دي.

افغان خبریال فردوس کاوش بیا دغه تړون د ۱۹۹۰مو کلونو د «پایپ‌لاین» له کیسې سره تړلی بولي. هغه د یونوکال، سعودي دلتا او طالبانو پخوانۍ اړیکې راخیستې او پوښتنه یې کړې چې ایا د انرژۍ هغه پخوانۍ سیاسي محاسبه، چې هغه مهال د افغانستان له لارې د ترکمنستان د ګازو د انتقال پر محور راڅرخېده، اوس په نوې بڼه بېرته راګرځي که نه.

له دې تاریخي تړاوونو هاخوا، د اوسني تړون عملي ارزښت به تر ډېره د اکتشاف پایلو، د پانګونې د دوام او د پروژې د تطبیق له څرنګوالي سره تړلی وي. د سعودي شرکت او طالبانو ترمنځ د انرژۍ د همکاریو خبرې له دې تړون وړاندې هم روانې وې. د سپټمبر په پنځمه، د طالبانو د کانونو وزارت له «دلتا انټرنشنل» سره د نفت او ګازو د اکتشاف او استخراج په برخه کې د پانګونې په اړه خبرې کړې وې.

Advertisement Space Available Contact us for advertising