لټون

د امریکا پخوانۍ استخباراتي کارکوونکې: سنیکو په افغانستان کې د حقاني شبکې له یوه استخباراتي کس سره ګرځي

3 ساعته مخکې 64 views
د امریکا پخوانۍ استخباراتي کارکوونکې: سنیکو په افغانستان کې د حقاني شبکې له یوه استخباراتي کس سره ګرځي
د CIA پخوانۍ کارکوونکې سارا اډمز ادعا کړې چې امریکايي یوټیوبر سنیکو په افغانستان کې د حقاني شبکې له یوه استخباراتي کس سره سفر کوي او د هغه اصلي نوم ذبیح‌الله دی.

د امریکا د مرکزي استخباراتو ادارې (CIA) پخوانۍ کارکوونکې سارا اډمز ادعا کړې چې امریکايي یوټیوبر سنیکو په افغانستان کې د طالبانو د حقاني شبکې له یوه استخباراتي افسر سره سفر کوي او نوموړی د خپل اصلي نوم پر ځای «محمد جلال» کاروي.

اډمز د نومبر په ۲۲مه پر خپله اېکس پاڼه لیکلي چې دغه کس په اصل کې ذبیح‌الله نومېږي او د افغانستان د پخواني حکومت پر مهال یې د دوه‌ګوني جاسوس په توګه فعالیت کاوه. د هغې په ادعا، نوموړي هغه مهال د امریکايي ځواکونو او وګړو د په نښه کولو او وژلو لپاره اطلاعات راټولول او د دغو هڅو ملاتړ یې کاوه.

اډمز پوښتنه کړې چې ولې دغه کس د «ذبیح‌الله» پر ځای د «محمد جلال» نوم کاروي. هغې احتمال ورکړی چې نوموړی نه غواړي د متحده عربي اماراتو چارواکي په دغه هېواد کې د خپل پخواني فعالیت په اړه خبر شي. اډمز د دې ادعاوو د ملاتړ لپاره د یوه پاسپورټ انځور هم خپور کړی، خو د دغه سند اصالت او د نوموړي د هویت په اړه خپلواک تایید نه دی خپور شوی.

هغې د امریکا د کورني امنیت له وزارت څخه غوښتي چې د سنیکو د سفر له ملګري څخه خبر وي او په دې اړه یې د متحده عربي اماراتو اړوندو ادارو ته هم اشاره کړې ده.

دا څرګندونې داسې مهال کېږي چې سنیکو، چې اصلي نوم یې نیکولاس کین دی بالینتازي دی، په دې وروستیو کې افغانستان ته سفر کړی او د طالبانو له ځینو چارواکو او غړو سره یې ژوندۍ ویډیويي مرکې او خپرونې کړې دي. د هغه د خپرو شویو ویډیوګانو له مخې، نوموړي د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې له طالبانو سره لیدلي او د دغه سفر ځینې برخې یې د انټرنېټ له لارې ژوندۍ خپرې کړې دي.

سارا اډمز تر دې وړاندې هم ادعا کړې وه چې د سنیکو د سفر د تنظیم او امنیت په برخه کې د حقاني شبکې کسان مرسته کوي. نوموړې د نومبر په ۲۰مه په یوه بل پوسټ کې ویلي وو چې د سنیکو په ژوندۍ خپرونه کې د هغه ملګری د حقاني شبکې له کسانو سره لیدل کېږي. هغې دغه شبکه د امریکا له خوا د ترهګریز سازمان په توګه د نومول شوې ډلې په توګه یاده کړې ده.

د امریکا د مالیې وزارت په رسمي معلوماتو کې هم حقاني شبکه د بهرني ترهګریز سازمان په توګه ثبت شوې ده. دغه شبکه د ۲۰۱۲ کال په سپټمبر کې د امریکا له خوا د بهرني ترهګریز سازمان په توګه نومول شوې وه.

تر دې مخکې، امریکايي سیاسي فعالې لورا لومر هم د سنیکو د افغانستان سفر او له طالب چارواکو سره د هغه د ویډیويي خپرونو په اړه نیوکې کړې وې. لومر ویلي وو چې سنیکو او د ژوندیو خپرونو پلاتفورم «کیک» یې د امریکا د کورني امنیت د څېړنو ادارې (HSI) او د کورني امنیت وزارت ته ورپېژندلي دي.

هغې له امریکايي چارواکو غوښتي وو چې سنیکو ته د بېرته ستنېدو پر مهال پام وکړي او د هغه د فعالیتونو په اړه پلټنې وکړي. لومر ادعا کړې وه چې د سنیکو خپرونې د طالبانو په ګټه تبلیغاتي بڼه لري.

خو تر اوسه د امریکا کومې رسمي ادارې د سنیکو یا د هغه د سفر د ملګري په اړه د پلټنو، نیولو یا قانوني اقدام اعلان نه دی کړی. همداراز سنیکو او محمد جلال د سارا اډمز د وروستیو ادعاوو په اړه تر اوسه څرګند ځواب نه دی ورکړی.




Advertisement Space Available Contact us for advertising