د سویس او پاکستان استازو په اسلاماباد کې د افغان کډوالو پر وضعیت، د هغوی د بېرته ستنېدو پر بهیر او د کډوالو د ملاتړ لپاره د نړیوالې همکارۍ پر پراختیا خبرې کړې دي.
په پاکستان کې د سویس سفارت د نومبر په ۲۰مه ویلي، چې د دغه هېواد سفیر سټېفان رې د افغانستان لپاره د پاکستان له ځانګړي استازي محمد صادق خان سره په لیدنه کې د افغانستان بشري وضعیت، له افغان کډوالو سره د مرستو او د افغان کډوالو لپاره د دوامدارو حللارو د ستراتیژۍ (SSAR) په اړه خبرې کړې دي.
د سفارت په وینا، دواړو لورو د بشري اړتیاوو د پوره کولو، د بېځایه شویو افغانانو د ملاتړ او د کډوالو د ستونزو د حل لپاره د نړیوالې همکارۍ پر پیاوړتیا ټینګار کړی دی.
د افغان کډوالو لپاره د دوامدارو حللارو ستراتیژي په ۲۰۱۲ کال کې د افغانستان، پاکستان او ایران له لوري د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ په ملاتړ جوړه شوې وه. دغه چوکاټ د کډوالو د داوطلبانه بېرته ستنېدو، په خپل هېواد کې د بیا مېشتېدو او د هغو هېوادونو د ملاتړ لپاره کار کوي چې افغان کډوال پکې ژوند کوي. سویس د ۲۰۲۶ کال په مارچ میاشت کې د دې ستراتیژۍ د ملاتړ د نړیوالې ډلې مشري له هالنډ څخه واخیسته.
محمد صادق خان هم د دې لیدنې پخلی کړی او ویلي یې دي چې دواړو لورو د ګډو ګټو، سیمهییزو پرمختګونو او د افغان وګړو اړوند بشري موضوعاتو په اړه خبرې کړې دي؛ خو د احتمالي هوکړو او مشخصو اقداماتو په اړه یې نور جزئیات نه دي ورکړي.
دا لیدنه په داسې وخت کې کېږي چې پاکستان لا هم د بېاسناده افغان کډوالو او نورو کټګوریو د بېرته ستنولو بهیر عملي کوي. د دې بهیر له امله هغه افغانې کورنۍ له ستونزو سره مخ دي چې له کلونو راهیسې په پاکستان کې اوسېږي.
د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ او د کډوالۍ نړیوال سازمان د معلوماتو له مخې، د ۲۰۲۶ کال د نومبر تر اوومې پورې شاوخوا یو میلیون او ۴۰۹ زره افغانان له ګاونډیو هېوادونو بېرته افغانستان ته ستانه شوي دي. له دې ډلې شاوخوا ۷۲۷ زره له پاکستان او ۶۸۱ زره او ۱۰۰ تنه له ایران څخه ستانه شوي دي. په دې شمېرو کې هم داوطلبانه ستنېدونکي او هم شړل شوي کسان شامل دي.
د کډوالۍ نړیوال سازمان په یوه جلا راپور کې، چې د ۲۰۲۳ کال د سپټمبر له ۱۵مې څخه د ۲۰۲۶ کال د اګست تر ۱۵مې پورې د پاکستان له پولو د افغانانو د تګ راتګ بهیر څېړي، ویلي چې په دې موده کې نږدې ۲.۶۸ میلیونه افغانان له پاکستانه افغانستان ته ستانه شوي دي. د دغه سازمان د سروې له مخې، د نیول کېدو وېره د هغو افغانانو له مهمو لاملونو څخه وه چې بېرته ستنېدو ته اړ شوي دي.
بشري سازمانونه اندېښنه لري چې افغانستان د اقتصادي ستونزو، د کاري فرصتونو د کمښت او د بشري مرستو د پراخو اړتیاوو له امله د دومره لوی شمېر راستنېدونکو د منلو له جدي ننګونو سره مخ دی. د راستنېدونکو لپاره یوازې د سرحد په نقطو کې لومړنۍ مرستې بسنه نه کوي، بلکې د سرپناه، کار، روغتیا او زدهکړو په برخو کې هم دوامدار ملاتړ ته اړتیا لري.
نړیوال سازمانونه ټینګار کوي چې د افغان کډوالو د ستونزې د حل لپاره باید د افغانستان، ګاونډیو هېوادونو او نړیوالې ټولنې ترمنځ همغږي زیاته شي، څو کډوال په خوندي او باعزته ډول د خپل ژوند د بیا جوړولو فرصت ومومي.