لټون

ایران: د امریکا ۵۸م ریپر ډرون مو نسکور کړی

30 لړم 1405 - 09:59 39 views
ایران: د امریکا ۵۸م ریپر ډرون مو نسکور کړی
سپاه پاسداران وایي، د هرمز تنګي په فضا کې یې د امریکا MQ-9 ریپر ډرون د نوي هوايي دفاعي سیستم په وسیله نسکور کړی، خو ادعا لا خپلواکه تایید نه لري.

د ایران سپاه پاسداران انقلاب اسلامي اعلان کړی چې د دغه ځواک  د هرمز تنګي په فضا کې د امریکا یوه MQ-9 ریپر پوځي بې‌پیلوټه الوتکه نسکوره کړې ده.

د ایران دولتي ټلوېزیون د سپاه پاسداران په حواله راپور ورکړی چې دغه ډرون لومړی د یوه نوي هوايي دفاعي سیستم په وسیله کشف او تعقیب شوی او وروسته پرې برید شوی دی.

سپاه پاسداران ادعا کړې چې دا د امریکا ۵۸م MQ-9 ریپر ډرون دی چې ایراني ځواکونو ویشتلی دی. خو د پېښې د دقیق وخت، د الوتکې د لوېدو ځای او د ادعا د تایید لپاره د شواهدو په اړه یې نور جزئیات نه دي خپاره کړي.

MQ-9 ریپر د امریکا د جنرال اټومیکس شرکت جوړ شوی پرمختللی پوځي ډرون دی چې د څارنې، استخباراتي معلوماتو راټولولو او هوايي بریدونو لپاره کارول کېږي. دغه الوتکه په لوړو ارتفاعاتو کې د الوتنې او د اوږدې مودې لپاره د ماموریت ترسره کولو وړتیا لري.

د هرمز تنګی د نړۍ د تېلو او ګازو د لېږد له مهمو سمندري لارو څخه دی. د دغه تنګي له لارې د نړیوالې انرژۍ د پام وړ برخه لېږدول کېږي او د ایران او امریکا ترمنځ د پوځي ترینګلتیاوو له مهمو سیمو څخه ګڼل کېږي.

تر اوسه د امریکا د دفاع وزارت یا مرکزي قوماندانۍ له لوري د وروستۍ پېښې په اړه رسمي غبرګون نه دی خپور شوی او خپلواکو سرچینو هم د دغه ډرون د نسکورېدو ادعا نه ده تایید کړې.


Advertisement Space Available Contact us for advertising