لټون

له برېګزیټ لس کاله وروسته؛ بریتانیا اروپایي ټولنې ته د بېرته ورګرځېدو په فکر کې

30 لړم 1405 - 08:40 60 views
له برېګزیټ لس کاله وروسته؛ بریتانیا اروپایي ټولنې ته د بېرته ورګرځېدو په فکر کې
Photo: BBC له برېګزیټ لس کاله وروسته، په بریتانیا کې اروپایي ټولنې ته د بېرته ورګرځېدو غوښتنې زیاتې شوې؛ د ۶۲ سلنه خلکو ملاتړ او د حکومت نوې هوکړه د اړیکو د بدلون بحثونه تودوي.

د بریتانیا او اروپایي ټولنې ترمنځ له اړیکو د ترینګلتیا او بېلتون لس کاله وروسته، اوس په بریتانیا کې یو ځل بیا اروپایي ټولنې ته د بېرته ورګرځېدو بحثونه تاوده شوي دي. د نظرپوښتنو پایلې ښيي چې د دغه هېواد د خلکو یوه لویه برخه له اروپایي ټولنې سره د بیا یوځای کېدو ملاتړ کوي.

د ۲۰۱۶ کال د جون په ۲۳مه، د بریتانیا خلکو په ټولپوښتنه کې له اروپایي ټولنې د وتلو پرېکړه وکړه. په هغه ټولپوښتنه کې ۵۱.۹ سلنه خلکو له اروپایي ټولنې د وتلو او ۴۸.۱ سلنه یې د پاتې کېدو ملاتړ کړی و. دغه بهیر چې په «برېګزیټ» مشهور شو، د بریتانیا په سیاسي او ټولنیز ژوند کې ژور اختلافات رامنځته کړل.

اوس د بریتانیا لومړي وزیر انډي برنهام د نومبر په ۲۰مه په بروکسل کې د اروپایي کمېسیون له مشرې اورزولا فون دیر لاین سره تر لیدنې وروسته، له اروپایي ټولنې سره د اړیکو د پیاوړتیا لپاره د یوې نوې هوکړې خبر ورکړی دی.

د دغې هوکړې مهمې برخې د خوراکي توکو او کرنیزو محصولاتو په سوداګرۍ کې د محدودیتونو کمول، د دواړو لورو د ځوانانو لپاره د کار او زده کړو فرصتونه برابرول او د کاربن د سوداګرۍ په برخه کې همکاري ده. د هوکړې له مخې، له ۱۸ تر ۳۱ کلونو پورې ځوانان به وکولای شي د ځانګړي پروګرام له لارې تر درېیو کلونو پورې په بل لوري کې ژوند، زده کړې او کار وکړي.

د بریتانیا حکومت وایي، له اروپایي ټولنې سره دغه تړونونه به تر ۲۰۴۰ کال پورې د دغه هېواد اقتصاد ته په کال کې شاوخوا ۱۷ میلیارده پونډه ګټه ورسوي. همدارنګه، د خوراکي توکو په سوداګرۍ کې د اسنادو او سرحدي تفتیشونو کمېدل به د سوداګرو لګښتونه راکم کړي او د بیو په ټیټولو کې به مرسته وکړي.

د نظرپوښتنو د کارپوه سر جان کرټیس په وینا، د هغو کسانو له شمېر پرته چې لا یې پرېکړه نه ده کړې، په منځنۍ کچه ۶۲ سلنه بریتانویان اروپایي ټولنې ته د بېرته ورګډېدو او ۳۸ سلنه یې له دغه بلاک څخه بهر د پاتې کېدو ملاتړ کوي.

خو له اروپایي ټولنې سره د اړیکو پیاوړتیا او بېرته د بشپړ غړیتوب ترلاسه کول دوه بېلابېل موضوعات دي. د بریتانیا حکومت تر اوسه په رسمي ډول اروپایي ټولنې، ګمرکي اتحادیې او ګډ بازار ته د بېرته ورګرځېدو ژمنه نه ده کړې.

د برېګزیټ د ملاتړو په ډله کې د اصلاحاتو ګوند مشر نایجل فراژ او پخوانی لومړی وزیر بورېس جانسن هغه څېرې دي چې له اروپایي ټولنې سره د بېرته یوځای کېدو مخالفت کوي. دوی استدلال کوي چې دغه اقدام به د بریتانیا پر اقتصاد مالي بار زیات کړي او د هېواد سیاسي خپلواکي به محدوده کړي.

بل لور ته، د برېګزیټ منتقدین وایي، له اروپایي ټولنې وتلو د سوداګرۍ پر وړاندې اداري خنډونه، اضافي لګښتونه او سرحدي محدودیتونه زیات کړي، په داسې حال کې چې د وتلو ژمنه شوې اقتصادي ګټې یې په تمه شوې کچه نه دي ترلاسه کړې.

د کارپوهانو په باور، که څه هم د بریتانیا په خلکو کې د بېرته ورګډېدو ملاتړ زیات شوی، خو دا پرېکړه یوازې د نظرپوښتنو پر بنسټ نه شي کېدای. حکومت به اړ وي چې د خلکو باور، د سیاسي ګوندونو دریځ او له اروپایي ټولنې سره د احتمالي غړیتوب شرایط په پام کې ونیسي.

په همدې حال کې، لا څرګنده نه ده چې که بریتانیا د بېرته غړیتوب غوښتنه وکړي، اروپایي ټولنه به د دغه هېواد لپاره کوم شرایط وړاندې کړي او ایا بریتانیا به د یورو پیسو منلو ته اړ شي که نه.

له همدې امله، د بروکسل وروستۍ هوکړه د برېګزیټ د لغوه کېدو معنا نه لري، بلکې د دواړو لورو ترمنځ د اړیکو د بیا رغولو یو مهم ګام بلل کېږي. اصلي پوښتنه دا ده چې ایا بریتانیا به له اروپایي ټولنې سره یوازې نږدې اړیکې وساتي، که په راتلونکو کلونو کې به د بشپړ غړیتوب لپاره هم ګام پورته کړي.


Advertisement Space Available Contact us for advertising