لټون

د ملګرو ملتونو خبرداری؛ اقتصادي ستونزې د ځوانانو د واده او اولادونو مخه نیسي

30 لړم 1405 - 08:26 40 views
د ملګرو ملتونو خبرداری؛ اقتصادي ستونزې د ځوانانو د واده او اولادونو مخه نیسي
د ملګرو ملتونو د نفوس صندوق وايي، بې‌کاري، اقتصادي بې‌ثباتي او د کورونو لوړې بیې د نړۍ د میلیونونو ځوانانو د واده او کورنۍ جوړولو هیلې له خنډونو سره مخ کړې دي.

د ملګرو ملتونو د نفوس صندوق (UNFPA) په یوه نوي راپور کې خبرداری ورکړی چې د نړۍ میلیونونه ځوانان د اقتصادي بې‌ثباتۍ، بې‌کارۍ او نابرابرۍ له امله نه شي کولای د ژوند دودیز پړاوونه، لکه مالي خپلواکي، واده او د اولادونو لرل، په اسانۍ ترلاسه کړي.

د راپور له مخې، که څه هم د نن ورځې ځوانان د پخوانیو نسلونو په پرتله ډېر لوستي او معلوماتو ته ښه لاسرسی لري، خو د مناسبو دندو، کور او مالي ثبات موندل ورته ستونزمن شوي دي.

په راپور کې ویل شوي چې دا ستونزې په ځانګړي ډول د افریقا په نیمه‌صحرايي سیمو کې جدي دي؛ ځکه د اقتصادي فرصتونو کموالی او د نفوس چټکه وده پر حکومتونو فشار زیاتوي.

د شمېرو له مخې، په ۲۰۲۴ کال کې په سینیګال کې تر درېیمې برخې ډېر ځوانان بې‌کاره وو، په داسې حال کې چې په مالي کې دغه کچه ۳۰ سلنې ته رسېده.

راپور زیاتوي چې په ټوله نړۍ کې له هرو پنځو ځوانانو یو یې نه په کار بوخت دی، نه زده‌کړې کوي او نه هم مسلکي روزنه ترلاسه کوي. همدارنګه، په ټیټ عاید لرونکو هېوادونو کې له هرو پنځو ځوانانو څلور تنه د خوندي او با معاشه کار زمینه نه لري.

د ملګرو ملتونو د نفوس صندوق په وینا، د ځوانانو ستونزه یوازې د واده او اولادونو د لرلو لېوالتیا نه ده، بلکې د هغو اقتصادي شرایطو نشتوالی دی چې دوی وکولای شي د خپلې خوښې ژوند جوړ کړي.


Advertisement Space Available Contact us for advertising