لټون

قطر او بریتانیا د افغانستان پر وضعیت خبرې کړې دي

29 لړم 1405 - 18:45 116 views
قطر او بریتانیا د افغانستان پر وضعیت خبرې کړې دي
د قطر او بریتانیا ځانګړو استازو په دوحه کې د افغانستان پر وروستیو تحولاتو، دوه‌اړخیزو همکاریو او سیمه‌ییزو ترینګلتیاوو خبرې کړې دي.
د قطر د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي
استازي جاسم الاسماخ د افغانستان لپاره د بریتانیا له ځانګړي استازي ریچارډ لېنډسي سره په دوحه کې کتلي او د افغانستان پر وروستیو تحولاتو او د دواړو هېوادونو پر همکاریو یې خبرې کړې دي.

د قطر د بهرنیو چارو وزارت د معلوماتو له مخې، دغه لیدنه د نومبر په ۱۸مه په دوحه کې ترسره شوې ده. په دې کتنه کې د قطر او بریتانیا ترمنځ پر دوه‌اړخیزو همکاریو او د افغانستان پر وروستیو حالاتو بحث شوی دی.

ریچارډ لېنډسي هم په خپله ایکس‌پاڼه کې له جاسم الاسماخ سره خپله لیدنه ګټوره بللې او ویلي یې دي، چې بریتانیا په سیمه کې د ترینګلتیاوو د کمولو او د سوله‌ییزو خبرو اترو د بیا پیل لپاره د ټولو هڅو ملاتړ کوي.
دا لیدنه په داسې حال کې ترسره شوې، چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اړیکو ترینګلتیا او په سیمه کې امنیتي وضعیت د ډیپلوماټیکو خبرو او هڅو مهم موضوعات بلل کېږي.
Advertisement Space Available Contact us for advertising