لټون

د پاریس ښاروالۍ افغان ښځو ته افتخاري تابعیت ورکړ

29 لړم 1405 - 12:10 83 views
د پاریس ښاروالۍ افغان ښځو ته افتخاري تابعیت ورکړ
د پاریس ښاروالۍ شورا د افغان ښځو د حقونو او ازادیو لپاره د مبارزې په ملاتړ، هغوی ته د ښار د افتخاري تابعیت د ورکولو پرېکړه تصویب کړه.
د فرانسې د پاریس ښاروالۍ شورا د افغان ښځو د مبارزې او د هغوی د بنسټیزو حقونو او ازادیو د ملاتړ په موخه، افغان ښځو ته د دغه ښار افتخاري تابعیت د ورکولو پرېکړه تصویب کړې ده.

د پاریس ښاروالۍ د رسمي معلوماتو له مخې، دغه پرېکړه د نومبر په ۱۹مه د ښاروالۍ شورا په غونډه کې تصویب شوې او د پاریس ښاروال ته یې اجازه ورکړې، چې افغان ښځو ته دا افتخاري امتیاز ورکړي.

د پاریس ښاروالۍ ویلي، دغه اقدام د افغان ښځو د ازادۍ او حقونو لپاره د مبارزې په ملاتړ او له هغوی سره د پیوستون د څرګندولو په موخه ترسره شوی دی.

د ښاروالۍ په اعلامیه کې راغلي، چې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته د افغان ښځو او نجونو پر زده‌کړو، کار، تګ راتګ او په ټولنیز ژوند کې پر ګډون پراخ محدودیتونه لګېدلي دي. د پاریس ښاروالۍ د معلوماتو له مخې، شاوخوا ۲.۲ میلیونه نجونې له منځنیو او لوړو زده‌کړو بې‌برخې شوې دي.

د راپورونو له مخې، د پاریس ښاروالۍ شورا د پرېکړې په اړه د بحثونو پر مهال د افغانستان د وضعیت د «جنسیتي توپیر» یا «جنسيتي اپارتاید» په توګه د نړیوالې پېژندنې غوښتنه هم کړې او له طالبانو سره د تړلو استازو پاریس ته د سفر د مخنیوي موضوع یې مطرح کړې ده.

دا لومړی ځل نه دی چې د پاریس ښاروالۍ د افغان ښځو د ملاتړ په موخه سمبولیک اقدام کوي؛ تر دې وړاندې د دغه ښار یوه واټ هم د افغان ښځو په نوم نومول شوی و.

د پاریس ښاروالۍ دغه پرېکړه په داسې حال کې کړې، چې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته په افغانستان کې د ښځو او نجونو پر زده‌کړو، کار او عامه ژوند محدودیتونه لا هم دوام لري. دغه افتخاري تابعیت تر ډېره سمبولیک او سیاسي ارزښت لري او د افغان ښځو د حقونو د ملاتړ لپاره د نړیوالې پاملرنې د راجلبولو په موخه شوی دی.
Advertisement Space Available Contact us for advertising