لټون

افغان ایواک: د افغانانو د موقتي خونديتوب د قانون د رایې لپاره د کانګرس ملاتړ پراخېږي

28 لړم 1405 - 13:05 115 views
افغان ایواک: د افغانانو د موقتي خونديتوب د قانون د رایې لپاره د کانګرس ملاتړ پراخېږي
افغان ایواک (AfghanEvac) ویلي چې د امریکا په استازو جرګه کې د هغو هڅو ملاتړ مخ پر زیاتېدو دی چې غواړي د افغانستان د موقتي خونديتوب د وضعیت یا TPS قانون د رایې لپاره جرګې ته وړاندې کړي.

افغان ایواک (AfghanEvac) ویلي چې د امریکا په استازو جرګه کې د هغو هڅو ملاتړ مخ پر زیاتېدو دی چې غواړي د افغانستان د موقتي خونديتوب د وضعیت یا TPS قانون د رایې لپاره جرګې ته وړاندې کړي.

د دې بنسټ د معلوماتو له مخې، مارک پوکان، د ویسکانسن ایالت د استازو جرګې غړي، د Discharge Petition No. 28 په نوم عریضه لاسلیک کړې ده. د دې عریضې هدف دا دی چې د افغانستان د موقتي خونديتوب قانون (Afghanistan TPS Act) د استازو جرګې رسمي اجنډا ته راوړي.

افغان ایواک وايي، د نومبر تر ۱۸مې پورې د دې غوښتنې ملاتړ ۱۲۹ لاسلیکونو ته رسېدلی، په داسې حال کې چې د رایې اچونې مرحلې ته د رسېدو لپاره ۲۱۸ لاسلیکونو ته اړتیا ده.

دغه بنسټ په خپل پیغام کې ویلي:

«ژمنې موقتي نه وي.»

د افغان ایواک په وینا، هغه افغانان چې د افغانستان پر مهال د امریکا له پوځ، ډیپلوماتیکو استازولیو، مرستندویه پروژو، نړیوالو رسنیو او قراردادي بنسټونو سره یې کار کړی، باید د نامعلوم حقوقي وضعیت سره مخ نه شي.

په ۲۰۲۱ کال کې د پخواني جمهوري نظام تر سقوط وروسته، لسګونه زره افغانان د ځانګړو مهاجرتي ویزو (SIV)، بشري پروګرامونو او د کډوالو د بیا مېشتېدو د لارو له لارې امریکا ته انتقال شوي دي.

خو د مدافع بنسټونو په وینا، لا هم ګڼې افغان کورنۍ د خپلو مهاجرتي دوسیو د بشپړېدو او د اوږدمهاله قانوني خونديتوب په تمه دي.

د افغانستان د TPS قانون له تصویبېدو سره به وړ افغانانو ته د یوې ټاکلې مودې لپاره له شړلو څخه خونديتوب او د قانوني کار حق ورکړل شي.


د قانون پلویان وايي، دا اقدام به له هغو افغانانو سره د امریکا د ژمنو د عملي کېدو په مانا وي چې د افغانستان د شل کلن ماموریت پر مهال یې له امریکايي ځواکونو، ډیپلوماتانو، مرستندویه ادارو او نورو شریکانو سره همکاري کړې وه.

Advertisement Space Available Contact us for advertising