لټون

پولنډ کې د کډوالو د قاچاق په تور شپږ کسان محکمې ته معرفي شول

28 لړم 1405 - 09:19 62 views
پولنډ کې د کډوالو د قاچاق په تور شپږ کسان محکمې ته معرفي شول
د پولنډ سرحدي ساتونکو د کډوالو د قاچاق د یوې شبکې په اړه ویډیو خپره کړې؛ شپږ پولنډي وګړي تر ۱۰۰ د ډېرو کډوالو په ناقانونه لېږد تورن شوي دي.

د پولنډ سرحدي ساتونکو د یوې منظمې ډلې په اړه ویډیو خپره کړې چې غړي یې د بالکان له لارې د کډوالو په ناقانونه لېږد تورن دي. د پولنډ د سرحدي ساتونکو د معلوماتو له مخې، د دغې قضیې په تړاو د شپږو کسانو پر ضد د تورونو دوسیې محکمې ته لېږل شوې دي.

د پولنډ سرحدي ساتونکو د نومبر په ۱۷مه په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د دغې شبکې په اړه څېړنې د دغه هېواد د سرحدي ساتونکو د بیزچادي څانګې له خوا پیل شوې وې او د لوډز د سیمه‌ییزې څارنوالۍ تر څارنې لاندې ترسره شوې دي.

د چارواکو په وینا، دغې ډلې د بوسنیا او کروشیا پولې ته نږدې سیمو څخه د کډوالو لېږد د کروشیا له لارې د اروپايي ټولنې نورو هېوادونو ته تنظیموه. په دې قضیه کې د ۲۰۲۴ کال د لېږد پنځه پېښې ثبت شوې دي.

د څېړنو له مخې، د دغې شبکې غړو له کرایې اخیستل شویو کوچنیو بسونو څخه کار اخیسته او تر ۱۰۰ ډېر کسان یې چې د سوریې، مصر او ترکیې وګړي وو، په ناقانونه توګه لېږدولي دي.

د پولنډ سرحدي ساتونکو ویلي، چې په یوه پېښه کې د بار وړلو لپاره جوړ شوي یوه کوچني موټر کې تر ۴۲ پورې کسان ځای پر ځای شوي وو. د دغو لېږدونو موټرچلوونکو ته د هر کس په بدل کې له ۲۶۰ تر ۳۰۰ یورو ورکول کېدل او د یوه سفر عاید یې ان ۱۲ زره یورو ته رسېده.

په دې قضیه کې شپږ پولنډي وګړي، چې د جرمونو د ترسره کېدو پر مهال یې عمرونه له ۱۷ تر ۴۰ کلونو وو، تورن شوي دي. د دوی پر وړاندې د منظمې جنایي ډلې د غړیتوب او د ناقانونه سرحدي تګ راتګ د تنظیمولو تورونه لګېدلي دي. له یوه کس سره د دغې ډلې د مشرۍ تور هم تړل شوی دی.

د پولنډ د سرحدي ساتونکو په وینا، د دغې ډلې د اووم شکمن کس په اړه څېړنې د اوس لپاره ځنډول شوې دي.

د یادونې وړ ده چې د ټولنیزو رسنیو په ځینو خپرونو کې د دې پېښې تورن کسان بهرني بلل شوي، خو د پولنډ د سرحدي ساتونکو رسمي خبرپاڼه وايي چې ټول شپږ تورن کسان د پولنډ اتباع دي. د هغوی د مجرمیت په اړه وروستۍ پرېکړه به محکمه کوي.





Advertisement Space Available Contact us for advertising