د طالبانو مشر ملا هبتالله اخوندزاده کابل ته د خپل سفر پر مهال د سهار د اذان نه اورېدو ته په اشارې ویلي، چې په کابل کې جوماتونه سره لیرې دي او باید د جوماتونو او مدرسو شمېر زیات شي.
د طالبانو د سرې میاشتې ادارې ویاند عرفانالله شرفزوي پر خپله اېکسپاڼه لیکلي، چې هبتالله دغه څرګندونې نن په دفاع وزارت کې د یوې غونډې پر مهال کړې دي.
د شرفزوي په وینا، د طالبانو مشر ویلي، چې کابل ته د سفر پر مهال یې ملګرو ورته ویلي وو چې د سهار اذان یې نه دی اورېدلی. هبتالله د هغوی په ځواب کې ویلي: «دا خو کندهار نه دی، دلته جوماتونه سره لیرې دي.»
شرفزوي د هبتالله له قوله لیکلي، چې نوموړي په غونډه کې طالب چارواکو ته ویلي: «مسجدونه جوړ کړئ، مدرسې جوړې کړئ؛ زه کابل ته راغلی یم، په رب مې دې قسم وي، تر هغو نه ځم چې دلته د یوې لویې عیدګاه او مدرسې ډبره کېنږدم.»
د سرچینې د معلوماتو له مخې، هبتالله په کابل کې د تر ټولو لوی جومات د جوړولو په اړه هم د ګډونوالو نظر غوښتی دی. کله چې یوه ګډونوال د ۵۰ زره لمونځکوونکو د ځایېدو وړ جومات د جوړولو وړاندیز وکړ، نوموړي په موسکا ویلي، چې دومره خلک به د جمعې لمانځه ته ورنه شي.
د شرفزوي د لیکنې له مخې، د طالبانو مشر له طالب چارواکو غوښتي چې د جوماتونو او مدرسو د جوړولو لپاره د دوی له واکمنۍ او اوسني فرصت څخه ګټه واخلي؛ ځکه د هغه په باور، ښايي په راتلونکي کې ورته فرصت بیا په لاس ورنشي.