د مدیترانې په سمندر کې د کډوالو د ژغورنې یوې اروپايي غیرانتفاعي ادارې، Sea-Watch، ادعا کړې چې د نومبر په ۱۵مه یې د خپلې څارونکې الوتکې «Seabird 3» په وسیله د لیبیا اته کښتۍ لیدلې دي چې په سمندر کې یې د کډوالو کښتۍ تعقیبولې او لږ تر لږه دوه یې په وسلو سمبالې وې.
د دې ادارې په وینا، په دغو کښتیو کې یوه د «TS-LCG-300» په نوم کښتۍ هم وه چې په ۲۰۲۳ کال کې د ایټالیا له خوا لیبیا ته ورکړل شوې وه. Sea-Watch ادعا کوي چې دغې کښتۍ تر دې وړاندې هم د کډوالو د نیولو په عملیاتو او په سمندر کې د تاوتریخوالي په پېښو کې برخه لرلې ده.
Sea-Watch په خپل ایکس حساب کې د دې پېښې په اړه پوښتنه کړې چې ایا څوک داسې امبولانس تصور کولای شي چې پر بام یې درنه وسله نصب وي او روغتیايي کارکوونکي یې له تومانچو سره ګرځي؟ د دې ادارې په باور، د کډوالو د ژغورنې عملیات باید د وسلو او زور پر ځای د انسانانو د ژوند ژغورلو ته لومړیتوب ورکړي.
دا نیوکې په داسې حال کې مطرح کېږي چې اروپايي ټولنه او ځینې غړي هېوادونه یې له کلونو راهیسې د لیبیا له ساحلي ساتونکو سره د کډوالۍ د کنټرول په برخه کې مالي، تخنیکي او روزنیزې مرستې کوي. د اروپايي ټولنې د «IRINI» سمندري ماموریت په رسمي صلاحیتونو کې هم د لیبیا د ساحلي ساتونکو او سمندري ځواکونو د روزنې او ظرفیت لوړولو برخه شامله ده.
د Sea-Watch د نومبر په څلورمه خپاره شوي تازه راپور کې، چې له ۲۰۱۶ کال څخه د ۲۰۲۶ کال تر اکتوبر پورې موده رانغاړي، د لیبیا د ساحلي ساتونکو او نورو وسلهوالو ډلو له خوا د تاوتریخوالي ۱۰۷ پېښې ثبت شوې دي. د راپور له مخې، ۸۰ پېښې د لیبیا د ساحلي ساتونکو په نوم فعالیت کوونکو ځواکونو پورې تړلې دي. په دغو پېښو کې پر کډوالو او د ژغورنې پر کښتیو ډزې، ګواښونه، د ژغورنې د عملیاتو مخنیوی او د کډوالو په زور بېرته لیبیا ته ستنول شامل دي.
د بشري حقونو څار سازمان (Human Rights Watch) هم د ۲۰۲۶ کال په جولای کې له اروپايي ټولنې او غړو هېوادونو وغوښتل چې د لیبیا له چارواکو سره د کډوالۍ د کنټرول په برخه کې خپله همکاري پای ته ورسوي. دغه سازمان ویلي چې په لیبیا کې کډوال او پناه غوښتونکي له خپلسرو نیونو، شکنجې، جنسي تاوتریخوالي، جبري کار او نورو جدي سرغړونو سره مخ کېږي.
د بشري حقونو د سازمانونو په وینا، د لیبیا په سمندر کې د کډوالو نیول او بېرته دغه هېواد ته لېږل د هغوی ژوند له جدي خطر سره مخ کوي؛ ځکه لیبیا د کډوالو د بېرته ستنولو لپاره خوندي هېواد نه ګڼل کېږي.
Sea-Watch له اروپايي هېوادونو غوښتي چې د لیبیا له وسلهوالو ډلو سره د تجهیز، روزنې او مالي ملاتړ همکاري بنده کړي. خو اروپايي ټولنه د لیبیا د سمندري ځواکونو د روزنې او ظرفیت لوړولو پروګرامونه د کډوالۍ د کنټرول او د انسانانو د قاچاق پر وړاندې د مبارزې د هڅو یوه برخه بولي.