اوسمهال دغو کسانو ته تر شړلو پنځه کاري ورځې مخکې خبر ورکول کېږي؛ خو حکومت وايي چې دا موده ډېری وخت په وروستیو شېبو کې د بیاکتنې (تجدید نظر) غوښتنو او د شړلو په بهیر کې د ځنډ لامل کېږي.
د هغې اصلاحیې له مخې چې د برېتانیا د کورنیو چارو وزیرې، شبانه محمود لخوا وړاندیز شوې، د پناه غوښتنې د ردېدو تر وروستۍ پرېکړې او د استیناف ټولو پړاوونو تر بشپړېدو وروسته، د کورنیو چارو وزارت کولای شي چې اړوند کس پرته له مخکینۍ خبرتیا او د شپږو میاشتو په موده کې له هېواده وباسي.
د برېتانیا د کډوالو شورا پر دې پرېکړه نیوکه کړې او خبرداری یې ورکړی چې دا ډول اقدام به «پناه غوښتونکو ته د بېځایه اضطراب او کړاو لامل شي.» دغه بنسټ همداراز ویلي چې د اجباري شړلو په پرتله، د کډوالو داوطلبانه بېرته ستنېدل ډېر اغېزناک او کملګښته دي.
د برېتانیا د کورنیو چارو وزارت د دې طرحې په دفاع کې د ډنمارک تجربې ته اشاره کړې او ویلي یې دي چې په هغه هېواد کې د ورته سیاست تر پلي کېدو وروسته، د شړلو په تمه د کډوالو شمېر په پنځو کلونو کې تر نیمايي هم کم شو.