د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې (CPJ) له امریکايي کډوالۍ چارواکو غوښتي چې افغان خبریال شابان علي رفعت ژر تر ژره له بند څخه خوشې کړي او د هغه د پناه غوښتنې دوسیې ته د بشپړې قضايي اورېدنې زمینه برابره کړي. دې کمېټې خبرداری ورکړی چې افغانستان ته د نوموړي بېرته لېږل ښايي هغه د طالبانو له خوا د ځورونې او غچ اخیستنې له جدي ګواښ سره مخ کړي.
CPJ د نومبر په ۱۳مه په یوه خپره کړې اعلامیه کې ویلي، رفعت د ۲۰۲۵ کال د جنورۍ له ۲۱مې راهیسې د امریکا د کډوالۍ او ګمرکونو د پلي کولو ادارې (ICE) په توقیف کې دی. نوموړی کالیفورنیا ایالت ته له رسېدو وروسته د پناه غوښتنې په موخه امریکايي چارواکو ته ورغلی و، خو اوس د هغه وکیل ډېوېډ ټار وايي چې د بېرته افغانستان ته د لېږلو له ګواښ سره مخ دی.
د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې په وینا، رفعت د خپل ژورنالیستیک فعالیت او د افغانستان د هزاره ټولنې په اړه د راپورونو له امله له خطر سره مخ دی. هزارهګان د افغانستان له قومي او مذهبي لږکیو څخه دي چې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته د فشارونو او ځورونې په اړه یې ګڼ راپورونه خپاره شوي دي.
د CPJ د امریکا د سیمهییز پروګرام مشر، جوز زامورا ویلي، رفعت افغانستان ځکه پرېښود چې د طالبانو تر واک لاندې یې د خپل ژوند له خطر سره مخ کېدو پرته د خبریال په توګه کار نه شو کولای. هغه زیاته کړې چې بېرته افغانستان ته د نوموړي لېږل به هغه د هغو چارواکو لاس ته وسپاري چې ترې تښتېدلی دی.
د محکمې په قضايي اسنادو کې هم د رفعت د قضیې په اړه مهم پرمختګ ثبت شوی دی. د نومبر په ۶مه د کالیفورنیا ایالت یوې فدرالي محکمې قاضي سپارښتنه کړې چې د هغه د بندي پاتې کېدو پر ضد عریضه ومنل شي او نوموړی د څارنې لاندې خوشې شي. قاضي د هغه دوامداره توقیف غیرمعقول بللی، خو دا پرېکړه یوازې یوه قضايي سپارښتنه ده او د وروستۍ پرېکړې لپاره د بلې محکمې قاضي ته استول شوې ده.
د محکمې د اسنادو له مخې، رفعت مخکې د کډوالۍ په لومړنۍ ارزونه کې افغانستان ته د جبري لېږد پر وړاندې د خوندیتوب حق هم ترلاسه کړی و. په یوه بله مرکه کې، چې د شکنجې پر وړاندې د ملګرو ملتونو د کنوانسیون له مخې ترسره شوې وه، امریکايي چارواکو ارزولې وه چې نوموړی د افغانستان په صورت کې د بېرته ستنېدو له امله د شکنجې له احتمال سره مخ کېدای شي. له همدې امله د هغه د بند او بېرته لېږلو په اړه روانه قضايي پروسه ځانګړی اهمیت لري.
شابان علي رفعت د طالبانو له بیا واکمنېدو مخکې د دولتي معرفت ټلوېزیون خبریال او تولیدوونکی و او په کابل پوهنتون کې یې د رسنیو د لوړپوړي مسوول په توګه هم دنده ترسره کړې ده. هغه په ۲۰۲۰ کال کې پر کابل پوهنتون د ترهګریز برید او د هزاره ټولنې د ستونزو په اړه پراخ راپورونه چمتو کړي وو.
CPJ همدارنګه ویلي چې په ۲۰۲۶ کال کې د طالبانو چارواکو د هزاره او شیعه ټولنو اړوند درې رسنیزې ادارې، تمدن ټلوېزیون، راه فردا ټلوېزیون او د افغان غږ خبري اژانس تړلي او د دغو رسنیو ځینې مسوولین او کارکوونکي یې نیولي دي.
دا قضیه په داسې وخت کې مطرح کېږي چې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته ګڼ افغان خبریالان له هېواده وتلو ته اړ شوي او په بېلابېلو هېوادونو کې د امنیت، قانوني استوګنې او پناه اخیستنې له ستونزو سره مخ دي.