لټون

په امریکا کې یو افغان د جعلي اسنادو له لارې د افغانانو لپاره د ویزو په برابرولو تورن شوی

23 لړم 1405 - 11:01 128 views
په امریکا کې یو افغان د جعلي اسنادو له لارې د افغانانو لپاره د ویزو په برابرولو تورن شوی
د امریکا په سیاتل کې یو افغان الاصله امریکايي وګړی د جعلي کاري اسنادو او سپارښتنې لیکونو له لارې د افغانانو لپاره د مهاجرتي ویزو د برابرولو په تور نیول شوی دی.

د امریکا په سیاتل ښار کې یو ۳۹ کلن افغان الاصله امریکايي وګړی مصطفی امان د افغانانو لپاره د ځانګړو مهاجرتي ویزو (SIV) د ترلاسه کولو په برخه کې د درغلیو په تور نیول شوی دی. امریکايي چارواکي وايي، نوموړي د جعلي کاري اسنادو او د سپارښتنې لیکونو په جوړولو سره هڅه کړې چې خپلو خپلوانو او ملګرو ته د امریکا د کډوالۍ اسناد برابر کړي.

د واشنګټن ټایمز د نومبر د ۱۱مې د راپور او د امریکا د عدلیې وزارت د رسمي اعلامیې له مخې، مصطفی امان د نومبر په ۱۰مه په سیاتل ښار کې نیول شوی او پر وړاندې یې شپږ فقرې تورونه ثبت شوي دي.

د امریکايي چارواکو په وینا، امان پخپله هم د امریکا د دفاعي قراردادي شرکت سره د کار کولو له لارې د افغانانو لپاره د ځانګړي مهاجرتي پروګرام په چوکاټ کې امریکا ته تللی او وروسته یې تابعیت ترلاسه کړی دی.

د جعلي اسنادو د برابرولو تورونه

د امریکا د عدلیې وزارت وايي، امان د کډوالۍ له بهیر او د یوه امریکايي دفاعي قراردادي شرکت له معلوماتو سره د خپلې بلدتیا په کارولو، د خپلو ملګرو او خپلوانو لپاره د جعلي اسنادو په برابرولو کې مرسته کړې ده.

د تورونو له مخې، نوموړي د ۲۰۱۴ کال په ترڅ کې یوه کس ته د سپارښتنې جعلي لیک برابر کړی و، څو د امریکا د ځانګړې مهاجرتي ویزې غوښتنه وکړي. یاد کس په افغانستان کې له هېڅ امریکايي شرکت سره کار نه و کړی، خو د امان له خوا د چمتو شوي لیک په کارولو یې د یوه امریکايي شرکت د کارکوونکي په توګه ځان معرفي کړی و.

همدارنګه، امان په ۲۰۱۶ کال کې د یوه بل کس لپاره د سپارښتنې جعلي لیک برابر کړی او په ۲۰۲۲ کال کې یې له دوو نورو کسانو سره د ناسمو کاري معلوماتو او جعلي سپارښتنو د لیکونو په چمتو کولو کې مرسته کړې وه.

د امریکايي چارواکو په وینا، نوموړي د جعلي کارکوونکو پېژندپاڼو او د ملاتړ لیکونو په جوړولو کې هم مرسته کړې او د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له کارکوونکو او د کانګرس له استازو سره یې د اړیکو پر مهال ناسم معلومات ورکړي دي.

د عدلیې وزارت په اعلامیه کې راغلي چې امان د خپل کډوالۍ غوښتنلیک او نورو اسنادو په بهیر کې هم د خپل مدني حالت په اړه ناسم معلومات وړاندې کړي وو.


Advertisement Space Available Contact us for advertising