لټون

د امریکا کانګرس کې د افغان متحدینو د ټي پي اس د غځولو لپاره د رایې اخیستلو هڅې

22 لړم 1405 - 16:41 259 views
د امریکا کانګرس کې د افغان متحدینو د ټي پي اس د غځولو لپاره د رایې اخیستلو هڅې
د امریکا کانګرس کې د افغان متحدینو د TPS غځولو هڅې روانې دي. ګېب امو د ملاتړ اعلان کړی او د رایې اخیستلو غوښتنې ۱۱۴ غړو لاسلیک کړې ده.

د امریکا د کانګرس د استازو جرګې غړي ګېب امو د هغو افغانانو د ملاتړ لپاره خپل دریځ څرګند کړی چې په افغانستان کې یې د امریکايي ځواکونو ترڅنګ د طالبانو پر ضد جګړه کړې ده. نوموړي ویلي، امریکا باید خپل افغان متحدین یوازې پرېنږدي او د هغوی د لنډمهاله خوندي وضعیت (TPS) د بېرته غځولو لپاره به خپلو هڅو ته دوام ورکړي.

ګېب امو د نومبر په ۱۲مه په خپله ایکس‌پاڼه کې لیکلي چې له هغو امریکایانو او افغانانو سره یې لیدلي چې په افغانستان کې یې اوږه پر اوږه خدمت کړی دی. نوموړي ټینګار کړی چې د افغان متحدینو د ملاتړ لپاره باید د کانګرس په استازو جرګه کې د رایې اخیستلو زمینه برابره شي، څو د هغوی TPS وضعیت وغځول شي.

نوموړي د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د دریځ په پام کې نیولو پرته ویلي، د هغو افغانانو ملاتړ باید دوام ومومي چې د امریکايي ځواکونو ترڅنګ یې دندې ترسره کړې دي.

د کانګرس په استازو جرګه کې د رایې اخیستلو هڅه

دا موضوع د افغانستان د TPS قانون د ۲۰۲۶ کال له طرحې سره تړاو لري. د کانګرس غړو جېسن کرو او سام لیکارډو د نومبر په ۹مه د «Discharge Petition» په نوم یوه ځانګړې غوښتنه ثبت کړه، څو د استازو جرګې مشرتابه او اړوندې کمېټې ته له انتظار پرته د دې قانون په اړه د رایې اخیستلو زمینه برابره کړي.

د امریکا د کانګرس د رسمي اسنادو له مخې، دغه غوښتنه د ۲۱۸ غړو لاسلیکونو ته اړتیا لري. که دا شمېر پوره شي، د جرګې په عمومي غونډه کې به د افغانستان د TPS قانون په اړه د رایې اخیستلو زمینه برابره شي.

د نومبر تر ۱۲مې پورې د کانګرس ۱۱۴ غړو دغه غوښتنه لاسلیک کړې وه چې په هغوی کې ۱۱۲ دیموکراتان او دوه جمهوري‌پالان شامل دي. ګېب امو هم د نومبر په ۱۰مه دغه غوښتنه لاسلیک کړې ده.

د افغانستان د TPS قانون څه غواړي؟

د افغانستان د TPS قانون (Afghanistan TPS Act of 2026) د جېسن کرو له لوري د ۲۰۲۶ کال د جولای په ۲۳مه د کانګرس استازو جرګې ته وړاندې شوی دی. د دې طرحې موخه دا ده چې د افغانستان اتباعو ته په امریکا کې د لنډمهاله خوندي وضعیت زمینه بېرته برابره شي.

د دې قانون له مخې، که طرحه تصویب شي، د افغانستان لپاره به TPS د ۲۰۲۹ کال د جولای تر لومړۍ نېټې پورې وغځول شي. د دې وضعیت لرونکي وړ افغانان به له شړلو څخه خوندي وي او د قانوني کار کولو اجازه به هم ترلاسه کړي.

دغه طرحه د وړ کسانو لپاره د بایومټریک، شخصي معلوماتو او امنیتي ارزونو شرایط هم لري. TPS د امریکا تابعیت یا دایمي اقامت نه ورکوي، بلکې د لنډمهاله خوندیتوب او کار کولو قانوني زمینه برابروي.

ولې د افغانانو لپاره دا موضوع مهمه ده؟

د ډونالډ ټرمپ ادارې د ۲۰۲۵ کال په مې میاشت کې د افغانانو لپاره د TPS د پای ته رسولو پرېکړه اعلان کړه او دغه پرېکړه د همدې کال د جولای په ۱۴مه عملي شوه. له دې سره زرګونه افغانان چې په امریکا کې یې د دې وضعیت له لارې د اوسېدو او کار کولو اجازه لرله، د شړلو له خطر سره مخ شول.

د دغو افغانانو په ډله کې هغه کسان هم شامل دي چې د افغانستان د جګړې پر مهال یې د امریکايي ځواکونو، پوځي اډو او اړوندو ادارو سره کار کړی و.

د افغانانو د ملاتړ بنسټونو او پخوانیو امریکايي پوځيانو اندېښنه څرګنده کړې چې افغانستان ته د دغو کسانو بېرته ستنېدل ښايي د طالبانو له لوري د غچ اخیستنې او امنیتي ګواښونو خطر رامنځته کړي.

د یادونې وړ ده چې د TPS د بېرته غځولو طرحه لا د کانګرس له لوري نه ده تصویب شوې او د ۲۱۸ لاسلیکونو ترلاسه کول یوازې د استازو جرګې ته د رایې اخیستلو لاره پرانیزي؛ د قانون د نافذېدو لپاره به د کانګرس د دواړو جرګو تصویب او د ولسمشر لاسلیک ته اړتیا وي.


Advertisement Space Available Contact us for advertising