لټون

اروپا د نړۍ د لسو ارامو ښارونو په نوملړ کې لومړی مقامونه خپل کړي؛ ونیز تر ټولو ارام ښار بلل شوی

22 لړم 1405 - 09:19 318 views
اروپا د نړۍ د لسو ارامو ښارونو په نوملړ کې لومړی مقامونه خپل کړي؛ ونیز تر ټولو ارام ښار بلل شوی
د ۲۰۲۷ کال لپاره د نړۍ د ارامو سیاحتي ښارونو په تازه نوملړ کې ونیز لومړی او لیزبون او امستردام دویم او درېیم مقامونه خپل کړي دي.

اروپايي ښارونه د نړۍ د ۲۰۲۷ کال لپاره د ارامو سیاحتي ښارونو په تازه نوملړ کې مخکښ دي. د دې نوملړ ټول لس لومړي مقامونه اروپايي ښارونو خپل کړي او ایټالیا درې ښارونه په کې ځای لري.

د څېړنې له مخې، د ایټالیا ونیز ښار د نړۍ تر ټولو ارام ښار پېژندل شوی، ورپسې د پرتګال پلازمېنه لیزبون او د هالنډ پلازمېنه امستردام په دویم او درېیم مقام کې راغلي دي.

دا څېړنه د «Avanti Travel Insurance» په نوم د سفر بیمې شرکت ترسره کړې ده. په څېړنه کې د ښارونو د اصلي سړکونو اوږدوالی، د موټرو تګ راتګ، پیاده‌رو کوڅې او د شپې د الوتنو او غږیزو مزاحمتونو د محدودولو مقررات ارزول شوي دي.

د نوملړ له مخې، د بارسلونا، بروکسل، اتن، زوریخ، میلان، فلورانس او سټاکهولم ښارونه هم د نړۍ د لسو ارامو ښارونو په ډله کې شامل دي.

څېړونکي وايي، ونیز د موټرو له تګ راتګ څخه د ازادو کوڅو، تاریخي کانالونو او تنګو لارو له امله د هغو سیلانیانو لپاره مناسب ښار دی چې غواړي له ښاري شور او ګڼه‌ګوڼې لرې سفر وکړي.

همدارنګه، لیزبون د تاریخي ودانیو، شنو سیمو او د شپې د الوتنو د محدودیتونو له امله د ارام سفر لپاره ښه انتخاب بلل شوی دی. امستردام بیا د کانالونو ترڅنګ د پیاده‌ګرۍ لارو او ارامو سیمو له کبله په دې نوملړ کې درېیم ځای خپل کړی دی.

د څېړنې په ترڅ کې د نورو وچو لپاره هم ځینې ارام سیاحتي ځایونه ټاکل شوي چې د ویتنام هوی‌آن، د کینیا لامو ټاپو، د امریکا نیومکسیکو، د برازیل پاراتای او د نیوزیلنډ نیلسن ښار پکې شامل دي.

د نړۍ د لسو ارامو ښارونو نوملړ:

۱. ونیز – ایټالیا
۲. لیزبون – پرتګال
۳. امستردام – هالنډ
۴. بارسلونا – هسپانیه
۵. بروکسل – بلجیم
۶. اتن – یونان
۷. زوریخ – سویس
۸. میلان – ایټالیا
۹. فلورانس – ایټالیا
۱۰. سټاکهولم – سویډن


Advertisement Space Available Contact us for advertising