لټون

المان: هغه کډوال چې کار کوي، باید په المان کې د پاتې کیدو حق ولري

22 لړم 1405 - 08:22 277 views
المان: هغه کډوال چې کار کوي، باید په المان کې د پاتې کیدو حق ولري
د آلمان SPD ګوند غواړي هغو کډوالو ته د اوږدمهاله استوګنې حق ورکړي چې کار کوي، زده‌کړې کوي یا په ټولنه کې ښه ادغام شوي دي.
د آلمان د سوسیال ډیموکرات ګوند (SPD) غواړي هغو کډوالو ته چې په دغه هېواد کې کار کوي، زده‌کړې کوي او یا په ټولنه کې ښه ادغام شوي دي، د اوږدمهاله استوګنې حق ورکړل شي.

دغه وړاندیز د «څوک چې کار کوي، باید د پاتې کېدو حق ولري» تر شعار لاندې وړاندې شوی او د کارکوونکو ترڅنګ محصلین، زده‌کوونکي، حرفوي زده‌کړې کوونکي او د کورنۍ د غړو پالونکي هم رانغاړي.

د آلمان په فدرالي پارلمان کې د SPD پارلماني ډلې په یوه دریځ‌لیک کې ویلي، چې د استوګنې د نوي حق لپاره باید هغه کسان په پام کې ونیول شي چې د ټولنیزې بیمې په سیستم کې ونډه لري، په حرفوي یا پوهنتوني زده‌کړو بوخت دي او یا د مسلکي کار لپاره د چمتووالي پروګرامونه تعقیبوي.

د وړاندیز له مخې، هغه ماشومان او ځوانان هم باید د پاتې کېدو فرصت ولري چې ښوونځي ته ځي او د زده‌کړو بشپړولو او په ټولنه کې د ادغام واقعي امکانات لري.

همدارنګه، هغه کسان چې د کورنۍ د غړو پالنه کوي یا د کوچنیو ماشومانو د ساتنې مسؤلیت لري او له همدې امله په اوس وخت کې کار نه شي کولای، باید له دې حق څخه برخمن شي.

د سوریې او اوکراین کډوال هم د وړاندیز برخه دي

د SPD پارلماني ډله وايي، د هغو کډوالو لپاره د استوګنې اوسني قانوني امکانات کافي نه دي چې د خوندیتوب وضعیت یې ښايي په راتلونکي کې لغوه شي.

د ګوند په باور، د بهرنیو مسلکي کارکوونکو په توګه د استوګنې اجازه ترلاسه کول له سختو اداري شرایطو سره تړلي دي. دغه ګوند په ځانګړې توګه هغو سوریایي او اوکرایني کډوالو ته اشاره کوي چې په آلمان کې کار کوي، خو د استوګنې اجازه یې محدوده ده.

د SPD په دریځ‌لیک کې خبرداری ورکړل شوی، چې د دغو کسانو بېرته ستنول به د آلمان پر کاري بازار منفي اغېز وکړي؛ ځکه ډېری یې په هغو برخو کې کار کوي چې د ټولنې د ورځنیو چارو لپاره مهمې دي.

د دغه ګوند د پارلمان غړي هاکان دمیر ویلي، وړاندیز شوی نوی حق یوازې د سوریې او اوکراین وګړو ته نه دی ځانګړی شوی، بلکې ټول هغه کسان رانغاړي چې په ټولنه کې ونډه لري، خو د خپلو هڅو له لارې د استوګنې قانوني وضعیت نه شي خوندي کولای.

د ائتلافي حکومت په تړون کې هم د استوګنې د نوي حق یادونه شوې

د آلمان د اوسني ائتلافي حکومت، چې د مسیحي ډیموکرات اتحاد (CDU)، مسیحي ټولنیز اتحاد (CSU) او سوسیال ډیموکرات ګوند (SPD) څخه جوړ دی، په تړون کې هم د استوګنې د یوه نوي قانوني فرصت یادونه شوې ده.

خو په دغه تړون کې وړاندیز شوې مقرره د SPD له نوي وړاندیز څخه محدوده ده. د دې له مخې، هغه کسان چې د «ډولډونګ» سند لري، د قانون سرغړونه یې نه وي کړې، هویت یې روښانه وي، په ټولنه کې ښه ادغام شوي وي او په کافي اندازه آلماني ژبه پوهېږي، د محدودې مودې لپاره د استوګنې د اجازې ترلاسه کولو وړ ګڼل کېږي.

د دې تر څنګ، غوښتونکي باید لږ تر لږه له یوه کال راهیسې داسې دنده ولري چې ټولنیزې بیمې ته پکې ونډه ورکول کېږي او د خپل ژوند ډېری لګښتونه د همدې کار له لارې پوره کړي.

دغه مقرره یوازې پر هغو کسانو د پلي کېدو وړ ده چې د ۲۰۲۴ کال د ډسمبر تر ۳۱مې پورې یې لږ تر لږه څلور کاله په پرله‌پسې ډول په آلمان کې ژوند کړی وي. ټاکل شوې چې دا مقرره د ۲۰۲۷ کال د ډسمبر په ۳۱مه پای ته ورسیږي.


Advertisement Space Available Contact us for advertising