لټون

قبرس ته د ناقانونه کډوالو ورتګ ۹۲ سلنه کم شوی

21 لړم 1405 - 15:39 72 views
قبرس ته د ناقانونه کډوالو ورتګ ۹۲ سلنه کم شوی
د قبرس چارواکي وايي، دغه هېواد ته د ناقانونه کډوالو ورتګ د ۲۰۲۲ کال په پرتله ۹۲ سلنه کم شوی دی. د چارواکو په وینا، د ۲۰۲۶ کال له پیل راهیسې شاوخوا ۱۵۰۰ کسان قبرس ته ورغلي دي.
د قبرس د کډوالۍ مرستیال وزیر نیکولاس ایوانیدیس وايي، دغه هېواد ته د ناقانونه کډوالو د ورتګ کچه د ۲۰۲۲ کال په پرتله ۹۲ سلنه راټیټه شوې ده.

نوموړي د دوشنبې په ورځ د پارلمان د مالیې کمېټې ته د خپلې ادارې د ۶۰.۲ میلیونه یورو بودیجې د وړاندې کولو پر مهال ویلي، چې د روان ۲۰۲۶ کال له پیل څخه تر اوسه قبرس ته شاوخوا ۱۵۰۰ کسان ورغلي؛ په داسې حال کې چې د ۲۰۲۲ کال په همدې موده کې دغه شمېر ۱۴ زره و.

د ایوانیدیس په وینا، د سمندر له لارې د کډوالو راتګ عملاً درېدلی او د قبرس د شنې کرښې له لارې تګ راتګ هم په څرګند ډول کم شوی دی.

نوموړي زیاته کړې، چې د ۲۰۲۶ کال له پیل راهیسې تر ۸۶۰۰ ډېر د درېیمو هېوادونو وګړي او شاوخوا ۴۰ زره نور کسان چې د کډوالۍ وزارت تر واک لاندې راځي، له قبرس څخه وتلي دي.

د کډوالۍ وزارت بودیجه او د اروپايي ټولنې مرستې

د قبرس د کډوالۍ وزارت نوې کلنۍ بودیجه ۶۰.۲ میلیونه یورو ده، چې د روان کال له ۷۴.۷ میلیونه یورو بودیجې څخه کمه ده. چارواکي وايي، د بودیجې د کمېدو اصلي لامل د ځینو لویو ساختماني پروژو بشپړېدل دي.

له دې بودیجې څخه ۵۸.۱ میلیونه یورو د عادي لګښتونو او ۲.۱ میلیونه یورو د پراختیايي چارو لپاره ځانګړي شوي دي. د ایوانیدیس په خبره، د معاشونو له لګښتونو پرته به د بودیجې ۹۰ سلنه برخه د اروپايي ټولنې له مالي سرچینو برابره شي.

تمه ده قبرس د اروپايي ټولنې د ۲۰۲۸ تر ۲۰۳۴ کلونو بودیجې په چوکاټ کې د کډوالۍ په برخه کې شاوخوا ۸۰۰ میلیونه یورو ترلاسه کړي.

د نوموړي د معلوماتو له مخې، اوس مهال په قبرس کې شاوخوا ۲۰۰ زره د استوګنې جوازونه فعال دي، چې ډېری یې د روسیې اتباعو ته ورکړل شوي دي. همداراز، شاوخوا پنځه زره اسراییلیانو هم د استوګنې جوازونه ترلاسه کړي دي.

د پناه غوښتونکو وضعیت او د بېرته ستنېدو بهیر

د قبرس د کډوالۍ مرستیال وزیر ویلي، چې تر اوسه شاوخوا ۲۰ زره کسانو ته په دغه هېواد کې د پناه حق ورکړل شوی او د پناه غوښتونکو او نړیوال خوندیتوب ترلاسه کوونکو ټول شمېر ۳۰ زرو ته رسېږي.

د هغه په وینا، د پناه غوښتنې له ۹۰ سلنې ډېرې دوسیې رد کېږي او د هغو کسانو ۷۵ سلنه بېرته ستنېدل په خپله خوښه ترسره کېږي.

د پناه غوښتونکو لپاره د مرستو لګښت هم له ۲۰۲۲ کال راهیسې کم شوی دی. دغه لګښت چې په ۲۰۲۲ کال کې ۳۳ میلیونه یورو و، تمه ده سږ کال تر ۱۳ میلیونه یورو زیات نه شي.

د چارواکو په وینا، د پورنارا مرکز د بیارغونې او د کوفینو د مرکز د پراختیا چارې بشپړې شوې دي او د لیمْنس مرکز به د نومبر په میاشت کې چمتو شي. اوس مهال په پورنارا کې ۳۶۴ او په کوفینو کې ۳۹۶ کسان مېشت دي، چې هر یو ته یې میاشتنی ۱۰۰ یورو ورکول کېږي.

همداراز، د کډوالۍ وزارت تر څارنې لاندې ۱۲۰ بې‌سرپرسته ماشومان ژوند کوي، چې ډېری یې د سوریې او سومالیا اتباع دي. ټاکل شوې په ۲۰۲۷ کال کې د وزارت ۴۶ خالي بستونه هم ډک شي.

د کډوالو د ادغام په برخه کې لا هم ستونزې شته

سره له دې چې د ناقانونه کډوالۍ د کمېدو شمېرې د پارلمان ځینو غړو مثبتې بللې، خو یو شمېر استازو د کډوالو د پاتې کېدو، بېرته ستنېدو او په ټولنه کې د ادغام په برخه کې د ستونزو په اړه اندېښنې څرګندې کړې دي.

د پارلمان د مالیې کمېټې مشرې او د ډیکو ګوند غړې کریستیانا اېروتوکریتو ویلي، چې وړاندې شوې شمېرې روښانه دي او څوک یې نه شي ردولای.

خو د ډیسي ګوند استازې نیکولیتا کنستانتینو ویلي، چې قبرس ته د خلکو د داخلېدو په کنټرول کې پرمختګ شوی، خو د هغو کسانو د وضعیت په اړه لا هم جدي ستونزې شته چې په هېواد کې پاتې کېږي یا بېرته لېږل کېږي.

نوموړې زیاته کړې، تر هغه به د خلکو اندېښنې دوام ولري چې په ځینو سیمو کې د جرمونو او ناقانونه کړنو پېښې وي او ښوونځي د کډوالو ماشومانو د ټولنیز ادغام چارې له کافي ملاتړ پرته پر مخ وړي.

د اکېل ګوند استازي اریستوس دامیانو هم د نیکوسیا د زاړه ښار په ځینو برخو کې د کډوالو د یوې ځانګړې ټولنې د راټولېدو او له نورو ټولنیزو ډلو څخه د جلا کېدو ستونزې ته اشاره کړې ده. هغه ویلي، د دې وضعیت د مخنیوي لپاره باید د کډوالو د ټولنیز ادغام تګلارې په بېړنۍ توګه پیاوړې شي.
Advertisement Space Available Contact us for advertising