په آلمان کې له کډوالو سره د پوهنتون په پیل او دوام کې د مرستې یو مهم پروګرام د څه باندې ۵۰ کلونو فعالیت وروسته د ۲۰۲۶ کال په پای کې بندېږي؛ هغه پرېکړه چې د زرګونو هغو ځوانانو د تحصیلي راتلونکي په اړه اندېښنې یې راپورته کړې چې غواړي په دغه هېواد کې لوړې زدهکړې وکړي.
د راپورونو له مخې، د «ګارانټيفونډ هوخشوله» (Garantiefonds Hochschule) په نوم دغه پروګرام هر کال شاوخوا شپږ زره ځوانانو ته د پوهنتون په برخه کې مشورې او مالي ملاتړ برابروي. د پروګرام له لارې کډوال کولای شي په آلمان کې د پوهنتون د داخلې شرایط وپېژني، د خپلو پخوانیو تحصیلي اسنادو د پېژندنې لپاره مرسته ترلاسه کړي او د اړتیا پر مهال د ژبې د کورسونو او نورو تحصیلي لګښتونو ملاتړ هم ترلاسه کړي.
دغه پروګرام په ځانګړې توګه هغو کډوالو ته خدمتونه وړاندې کوي چې په آلمان کې د پاتې کېدو امکان لري، او همدارنګه له ختیځې اروپا او پخواني شوروي اتحاد څخه هغو آلماني توکمو راستنېدونکو ته چې عمرونه یې له ۳۰ کلونو کم وي.
د پروګرام له مهمو خدمتونو څخه یو هم د هغو زدهکوونکو ملاتړ دی چې په خپلو هېوادونو کې د جګړو او ناامنیو له امله یې زدهکړې نیمګړې پاتې شوې وي او غواړي په آلمان کې خپلې زدهکړې بېرته پیل یا بشپړې کړي.
د تحصیلي مشورو د دغه پروګرام مسؤلیت د اوټو بینیکه بنسټ پر غاړه دی چې د آلمان د فدرالي ښوونې او روزنې وزارت په استازیتوب فعالیت کوي. دغه پروګرام په ۲۰۲۶ کال کې د وزارت له بودیجې څخه ۱۶.۳ میلیونه یورو ترلاسه کوي.
خو د آلمان د ښوونې او روزنې وزارت ویلي چې د عمومي بودیجوي محدودیتونو او قانوني ارزونې وروسته دې پایلې ته رسېدلی چې د پروګرام د دوام لپاره کافي قانوني مسؤلیت نه لري.
د وزارت په وینا، د کډوالو د زدهکړو لپاره د چمتووالي او ادغام پروګرامونه د فدرالي حکومت او د آلمان د ایالتونو د ګډو مسؤلیتونو برخه ده. دغه وزارت د بدیلو امکاناتو په توګه د ځوانو کډوالو د مشورتي خدمتونو ادارې، د آلمان د اکاډمیکو تبادلو ادارې (DAAD) او د پوهنتونونو خپل پروګرامونه یاد کړي دي.
د دغه پروګرام ملاتړي او اړوند بنسټونه د بندېدو د پرېکړې د مخنیوي لپاره هڅې کوي. د روان کال په اکتوبر میاشت کې یې د ۱۰۰ زرو څخه د زیاتو کسانو لاسلیکونه د آلمان د مسیحي ډیموکرات اتحاد (CDU)، سوسیال ډیموکرات ګوند (SPD) او شنه ګوند سیاستوالو ته سپارلي دي.
د پروګرام د همغږۍ دفتر مشر میشایل هېرکنډېل خبرداری ورکړی چې د دې پروګرام په بندېدو سره به هر کال شاوخوا ۱۳۰۰ پرمختللي آلماني ژبې کورسونه هم له منځه ولاړ شي. د نوموړي په وینا، د دغو ژبنیو کورسونو له سندونو پرته ډېری کډوال نه شي کولای د پوهنتون لپاره اړین شرایط پوره کړي.