لټون

افغان ښځو د ۲۰۲۶ کال د چتم هاوس معتبره جایزه وګټله

20 لړم 1405 - 11:35 61 views
افغان ښځو د ۲۰۲۶ کال د چتم هاوس معتبره جایزه وګټله
Photo: Chatham House د افغانستان ښځو د جنسیتي ځپنې پر وړاندې د مقاومت او د ښځو د حقونو د دفاع په پار د ۲۰۲۶ کال د چتم هاوس جایزه ترلاسه کړه.

د افغانستان ښځې د جنسیتي ځپنې پر وړاندې د زړورتیا، مقاومت او نه ستړې کېدونکو هڅو په پار د ۲۰۲۶ کال د «چتم هاوس» معتبره جایزې  ګټونکې شوې دي.

د چتم هاوس د اعلامیې له مخې، دغه جایزه د افغانستان ښځو ته د هغو هڅو په درناوي ورکړل شوې چې د ښځو او نجونو د حقونو، زده‌کړو، برابرۍ او روښانه راتلونکي لپاره یې ترسره کوي.

د افغانستان د ښځو د فوټبال ملي لوبډلې پخوانۍ ګول‌ساتونکې، الهه صفدري، د افغان ښځو په استازیتوب دا جایزه ترلاسه کړې ده. دغه جایزه د بریتانیا پخوانۍ لومړۍ وزیرې او د چتم هاوس پخوانۍ مشرې، تریزا مې، ورکړې ده.

د جایزې د ورکړې په مراسمو کې د افغان ښځو د وضعیت په اړه هم خبرې شوې دي. شهزاد اکبر، زهرا جویا، اورزلا نعمت، بنفشه یعقوبي او فوزیه کوفي له بي‌بي‌سي خبریالې لایس دوسته سره په خبرو کې د افغان ښځو پر وړاندې د شته ستونزو او د نړیوالې ټولنې د ممکنه ملاتړ په اړه بحث کړی دی.

د چتم هاوس په وینا، دغه جایزه د افغان ښځو د ګډ مقاومت او هغو هڅو د ستاینې لپاره ورکړل شوې چې د راتلونکو نسلونو لپاره د برابرۍ او فرصتونو د برابرولو په موخه یې ترسره کوي.

د افغان ښځو مقاومت په داسې حال کې د نړیوالو پام ځانته اړولی چې په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته پر ښځو او نجونو د زده‌کړو، کار او ټولنیز ژوند په برخو کې پراخ محدودیتونه لګول شوي دي.

Advertisement Space Available Contact us for advertising