لټون

د ایران له ګواښونو وروسته د امریکا د خزانې وزیر پوځي اډې ته لېږدول شوی

20 لړم 1405 - 08:58 89 views
د ایران له ګواښونو وروسته د امریکا د خزانې وزیر پوځي اډې ته لېږدول شوی
د امریکا د خزانې وزیر سکاټ بېسنټ د ایران له ګواښونو وروسته له خپلې کورنۍ سره یوې پوځي اډې ته لېږدول شوی دی.

د فاکس نیوز د راپور له مخې، د امریکا د خزانې وزیر سکاټ بېسنټ د ایران له لوري د جدي ګواښونو تر ترلاسه کولو وروسته، له خپلې کورنۍ سره یوځای یوې پوځي اډې ته لېږدول شوی دی.

فاکس نیوز د امریکا د حکومت د یوه لوړپوړي چارواکي له قوله ویلي، چې د بېسنټ د استوګنې ځای د امنیتي اندېښنو له امله بدل شوی دی.

د امریکا د خزانې وزارت هم د نوموړي لېږد تایید کړی او ویلي یې دي چې د ایران ګواښونه به د بېسنټ هغه هڅې ونه دروي چې موخه یې د بندیزونو او سوداګریزو محدودیتونو له لارې د ایران اقتصادي منزوي کول دي.

د راپور له مخې، بېسنټ یوازینی لوړپوړی امریکایي چارواکی نه دی چې د امنیتي اندېښنو له امله تر سختو امنیتي تدابیرو لاندې یوه استوګنځي ته لېږدول شوی دی.


Advertisement Space Available Contact us for advertising