د خوړو د خوندیتوب د پړاوونو د یوځای شوې نړیوالې درجهبندۍ (IPC) تازه ارزونه ښيي، چې په ۲۰۲۷ کال کې به په افغانستان کې شاوخوا ۴.۰۴ میلیونه ماشومان د حادې خوارځواکۍ درملنې ته اړتیا ولري؛ هغه وضعیت چې د ماشومانو روغتیا، جسمي وده او ذهني پرمختګ له جدي ګواښ سره مخ کوي.
د IPC د ۲۰۲۶ کال د اکتوبر په ۱۳مه خپرې شوې ارزونې له مخې، په راتلونکي کال کې به د شپږو تر ۵۹ میاشتو پورې شاوخوا یو میلیون او ۹۰ زره ماشومان له شدیدې حادې خوارځواکۍ او نږدې دوه میلیونه او ۹۵۰ زره نور به له منځنۍ کچې حادې خوارځواکۍ سره مخ شي.
دغه ارزونه همدارنګه اټکل کوي، چې په همدې موده کې به شاوخوا یو میلیون او ۲۷۰ زره امیندوارې او شیدې ورکوونکې ښځې هم د خوارځواکۍ درملنې ته اړتیا ولري.
د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) او د «لوږې پر وړاندې اقدام» سازمان خبرداری ورکړی، چې په افغانستان کې د خوارځواکۍ له بحراني کچې سره مخ ولایتونو شمېر له اوو ولایتونو په ۲۰۲۵ کال کې لسو ته په ۲۰۲۶ کال کې لوړ شوی او اټکل کېږي، چې په ۲۰۲۷ کال کې به ۱۴ ولایتونو ته ورسېږي.
یونیسف په خپل د ۲۰۲۶ کال د اګست میاشتني بشري وضعیت راپور کې ویلي، چې په افغانستان کې ۳.۷ میلیونه ماشومان پر حادې خوارځواکۍ اخته دي، چې نږدې یو میلیون یې له شدیدې خوارځواکۍ سره مخ دي.
د ساري ناروغیو متخصص ډاکټر فریدالله عمري وايي، خوارځواکي په ماشومانو کې په حاده او مزمنه بڼه رامنځته کېدای شي او تر پنځو کلونو کم عمره ماشومان، په ځانګړي ډول د ژوند په لومړیو دوو کلونو کې، د دې ستونزې پر وړاندې ډېر زیانمن دي.
د نوموړي په وینا، د شپږو تر ۲۳ میاشتو عمر لرونکي ماشومان د خوارځواکۍ له لوړ خطر سره مخ دي؛ ځکه په دې پړاو کې د هغوی غذایي اړتیاوې زیاتېږي او ناسمه یا ناکافي تغذیه یې عادي وده زیانمنوي.
هغه د وزن کمېدل، د ودې ټکني کېدل، جسمي کمزوري، د اشتها له لاسه ورکول او پرلهپسې ناروغۍ د خوارځواکۍ له مهمو نښو څخه بولي او له کورنیو غواړي، چې د دغو نښو د لیدلو په صورت کې خپل ماشومان روغتیايي مرکزونو ته یوسي.
ډاکټر عمري خبرداری ورکوي، چې د خوارځواکۍ دوام د ماشومانو پر جسمي ودې او د مغز پر پرمختګ ناوړه اغېز کوي او که درملنه یې ونه شي، په اوږدمهال کې د زدهکړې وړتیا او روغتیا ته زیان رسولای شي.
هغه بېوزلي، د کورنیو له لوري د کافي او متنوع خوړو نه برابرول، تنفسي ناروغۍ او نسناستی د خوارځواکۍ له مهمو لاملونو څخه ګڼي. د نوموړي په وینا، ساري ناروغۍ د ماشومانو تغذیوي وضعیت نور هم خرابوي.
دغه متخصص سپارښتنه کوي، چې ماشومان باید د ژوند په لومړیو شپږو میاشتو کې یوازې د مور په شیدو تغذیه شي او له شپږو میاشتو وروسته دې د مور د شیدو ترڅنګ د ماشوم د عمر له اړتیاوو سره سم مرستندویه خواړه هم ورو ورو ورزیات شي.
د هغه په وینا، سبزي، هګۍ، لبنیات، غوښه، کب او دالډول خواړه د ماشومانو د اړتیا وړ غذایي موادو په برابرولو کې مهم رول لري. نوموړي همدارنګه د واکسینونو بشپړولو، پر وخت روغتیايي معایناتو او د ډاکټر له مشورې پرته د درملو او دودیزو درملنو نه کارولو سپارښتنه کړې ده.
بلخوا، د افغانستان د سرې میاشتې ټولنې ویاند حافظ عبدالقدیم ابرار وايي، چې دغه ټولنه د ۲۱۶ ثابتو او فرعي روغتیايي ټیمونو او ګرځنده ډلو له لارې د مور او ماشوم روغتیايي خدمتونه، واکسین او روغتیايي مشورې وړاندې کوي.
د عامې روغتیا وزارت هم تر دې مخکې ویلي وو، چې د پولیو واکسین کمپاین به د نومبر له دویمې تر پنځمې نېټې د پنځو کلونو کم عمره ۱۲.۸ میلیونه ماشومان تر پوښښ لاندې راولي.
د نړیوالو بنسټونو تازه ارقام ښيي، چې خوارځواکي لا هم په افغانستان کې یوه جدي روغتیايي ستونزه ده او د ماشومانو لپاره د کافي او متنوع خوړو، درملنې او روغتیايي خدمتونو برابرول د دې ستونزې د مخنیوي لپاره حیاتي اهمیت لري.