لټون

د ملګرو ملتونو د اقلیمي بدلونونو ۳۱مه غونډه د ترکیې په انتالیا ښار کې پیل شوه.

18 لړم 1405 - 11:02 53 views
د ملګرو ملتونو د اقلیمي بدلونونو ۳۱مه غونډه د ترکیې په انتالیا ښار کې پیل شوه.
د ملګرو ملتونو د اقلیمي بدلونونو ۳۱مه غونډه په ترکیه کې د ایران جګړې، د مصنوعي ځیرکتیا د برېښنايي اړتیاوو او د امریکا د اقلیمي همکاریو د کمښت په منځ کې پیل شوه.

د ملګرو ملتونو د اقلیمي بدلونونو ۳۱مه غونډه (COP31) نن دوشنبه، د لړم ۱۸مه، د ترکیې په انتالیا ښار کې د نږدې ۲۰۰ هېوادونو د استازو په ګډون پیل شوه. رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی، چې د ایران جګړې، د مصنوعي ځیرکتیا له امله د برېښنا د تقاضا زیاتوالي او د امریکا د اقلیمي همکاریو کمښت د نړۍ د تودوخې د مخنیوي هڅې له نویو ننګونو سره مخ کړې دي.

د رویټرز د راپور له مخې، د ایران جګړې د تېلو پر لېږد اغېز کړی او ځینو هېوادونو د انرژۍ د اړتیاوو پوره کولو لپاره بېرته د سکرو برېښناکوټونه فعال کړي دي. په ورته وخت کې، د مصنوعي ځیرکتیا چټک پرمختګ د برېښنا تقاضا زیاته کړې او د اقلیمي موخو د ترلاسه کولو بهیر یې پېچلی کړی دی.

ترکیه هڅه کوي، چې په دې غونډه کې تر ۲۰۳۵ کال پورې د نړۍ په اقتصاد کې د برېښنا ونډه له اوسني شاوخوا ۲۰ سلنې څخه تر یوې درېیمې برخې زیاته کړي. خو د چاپېریال ساتنې فعالان ټینګار کوي، چې د برېښنا د تولید پراختیا باید پر پاکو او کم‌کاربنه سرچینو ولاړه وي، څو د شنو خونو ګازونو د خپرېدو کچه لوړه نه شي.

دا غونډه په داسې مهال پیلېږي، چې د ملګرو ملتونو د چاپېریال پروګرام د ۲۰۲۶ کال په راپور کې خبرداری ورکړی، چې د نړۍ د تودوخې زیاتوالی به له صنعتي کېدو مخکې کچې څخه د ۱.۵ درجې سانتي‌ګراد له ټاکلي حد واوړي. د راپور له مخې، د دې زیاتوالي د کچې او مودې د محدودولو لپاره د شنو خونو ګازونو په خپرېدو کې چټک کمښت اړین دی.

د اسوشیټېډ پرېس خبري اژانس د راپور له مخې، د طالبانو استازي هم په دې غونډه کې د څارونکو په توګه ګډون کوي؛ خو د افغانستان د استازیتوب او د طالبانو د حکومت د نه‌رسمي پېژندنې موضوع د غونډې د ګډون او خبرو اترو پر بهیر اغېز لري.

د COP31 غونډه به د نومبر له ۹مې تر ۲۰مې نېټې دوام وکړي او ګډونوال به د اقلیمي بدلون، پاکې انرژۍ، د ګلخانه‌یي ګازونو د کمولو او د اقلیمي اغېزو پر وړاندې د هېوادونو د چمتووالي په اړه خبرې وکړي.


Advertisement Space Available Contact us for advertising