لټون

د استرالیا تحصیلي ویزې؛ محصلین ښايي د لومړي کال ټول لګښتونه مخکې برابر کړي

18 لړم 1405 - 08:25 176 views
د استرالیا تحصیلي ویزې؛ محصلین ښايي د لومړي کال ټول لګښتونه مخکې برابر کړي
استرالیا د نړیوالو محصلینو د تحصیلي ویزو لپاره د مالي شرایطو د بدلون څلور طرحې ارزوي؛ په یوه وړاندیز کې د لومړي کال د ټولو لګښتونو برابرول شامل دي.

د استرالیا د کورنیو چارو وزارت د نړیوالو محصلینو لپاره د تحصیلي ویزو د مالي شرایطو د بدلون څلور وړاندیزونه اعلان کړي دي. د دې طرحو له مخې، ښايي راتلونکي محصلین اړ شي چې د ویزې غوښتنلیک له سپارلو مخکې د خپلو زده‌کړو او ژوند لګښتونو یوه برخه یا ټولې پیسې په بانکي حساب کې ولري.

د راپورونو له مخې، د دغه وزارت په مشورتي سند کې څلور بېلابېل مالي ماډلونه وړاندې شوي دي. په لومړي ماډل کې له محصلینو غوښتل کېږي چې د لومړي کال د تحصیل او ژوند د ټول لګښت ۵۰ سلنه پیسې لږ تر لږه یوه میاشت په خپل واک کې ولري. په دویم ماډل کې هم د لګښتونو ۵۰ سلنه پیسې اړینې دي، خو باید لږ تر لږه درې میاشتې په حساب کې پاتې شي.

درېیم وړاندیز بیا محصلین مکلفوي چې د لومړي کال د تحصیل او ژوند ټول لګښتونه، یعنې ۱۰۰ سلنه پیسې، لږ تر لږه درې میاشتې مخکې برابرې کړي. څلورم ماډل د منل شویو تحصیلي پورونو، شخصي سپما او یا د دواړو ګډ استعمال ته اجازه ورکوي.

وزارت همداراز د هغو غوښتونکو لپاره د لا زیاتو اسنادو غوښتلو احتمال څېړي چې د مالي شواهدو د ارزونې په درېیمه کچه هېوادونو پورې تړاو لري. د دې لنډمهالې طرحې له مخې، ښايي غوښتونکي اړ شي چې د شپږو میاشتو بانکي راکړې ورکړې، د پیسو سرچینه او مالکیت، له مالي ملاتړ کوونکو سره د اړیکو ثبوت او د تحصیلي پورونو اسناد وړاندې کړي.

د استرالیا حکومت ویلي چې د دغو وړاندیزونو په اړه یې د اړوندو بنسټونو او خلکو نظرونو راټولول پیل کړي دي. د نظرونو د وړاندې کولو وروستۍ نېټه د ۲۰۲۶ کال د نومبر ۲۳مه ټاکل شوې ده.

د یادونې وړ ده چې تر اوسه د دغو بدلونونو په اړه وروستۍ پرېکړه نه ده شوې او د محصلینو د ویزو اوسني مالي شرایط پر خپل ځای دي. حکومت به د مشورو او وړاندیزونو تر ارزونې وروسته د احتمالي بدلونونو په اړه پرېکړه وکړي.


Advertisement Space Available Contact us for advertising