د اسپانیا حکومت کاناري ټاپوګانو ته د کډوالو د پراخې څپې او د ال هیرو ټاپو پر عامه خدمتونو د فشار زیاتېدو له امله د کډوالۍ په اړه د بېړنۍ ناستې اعلان کړی دی.
د کاناري ټاپوګانو د سیمهییز حکومت مشر فرناندو کلاویخو ویلي، د اسپانیا لومړي وزیر د کډوالۍ بینالوزارتي کمېسیون د سېشنبې په ورځ د بېړنۍ غونډې جوړولو غوښتنه منلې ده، څو د کډوالو د ورتګ له امله رامنځته شوی وضعیت وڅېړي.
د سیمهییز حکومت د شمېرو له مخې، د نومبر له لومړۍ تر شپږمې نېټې پورې ۴ زره او ۵۸۷ کډوال د ۴۹ کښتیو له لارې کاناري ټاپوګانو ته رسېدلي دي. له دې ډلې ۳۵ کښتۍ د ال هیرو ټاپو ته رسېدلې دي.
کلاویخو ویلي، د کډوالو زیات شمېر د ټاپو پر روغتیايي، استوګنیزو او نورو عامه خدمتونو فشار زیات کړی او ځايي ادارې له جدي ستونزو سره مخ کړې دي. نوموړي له مرکزي حکومت څخه د اضافي سرچینو او منظمې همغږۍ غوښتنه کړې ده.
هغه همداراز د اروپايي کمېسیون له مشرې اورزولا فن در لاین او د اروپايي ټولنې د کورنیو چارو له کمېشنر سره د بېړنیو لیدنو غوښتنه کړې او ټینګار یې کړی چې د کډوالو د دغه بهیر مدیریت د کاناري ټاپوګانو له وسې پورته دی.
د ال هیرو ټاپو د افریقا له لوېدیځ ساحل څخه د اتلانتیک سمندر له لارې اروپا ته د کډوالۍ پر یوه مهم مسیر پروت دی. کاناري ټاپوګان په وروستیو کلونو کې د افریقايي کډوالو د رسېدو له مهمو لارو څخه ګڼل کېږي.