د بشري حقونو فعالانو اتحاد له طالبانو سره د فرانسې د تخنیکي خبرو د پیل په غبرګون کې اندېښنه څرګنده کړې او له اروپايي هېوادونو یې غوښتي چې د افغان کډوالو د بېرته ستنولو په تړاو له دې ډلې سره هر ډول سیاسي او تخنیکي تعامل ودروي.
دغه اتحاد په یوه اعلامیه کې ویلي چې له طالبانو سره د کډوالو د ایستلو په اړه خبرې د بشري حقونو او د پناهغوښتونکو د خوندیتوب له اصولو سره په ټکر کې دي او کولای شي د طالبانو سیاسي دریځ پیاوړی کړي.
د دغه بنسټ په وینا، په افغانستان کې د خپلواک قضايي نظام او عادلانه محاکمې د نشتوالي له امله، افغان کډوال له بېرته ستنېدو وروسته د خپلسرو نیونو، شکنجې، تعقیب او ځورونې له خطر سره مخ کېدای شي.
دغه اتحاد له اروپايي حکومتونو غوښتي چې هېڅ پناهغوښتونکی دې د هغه د امنیتي وضعیت او بشري حقونو له خپلواکې او انفرادي ارزونې پرته افغانستان ته نه ستنوي. همداراز یې وړاندیز کړی چې که د چا بېرته لېږل قانوني اړتیا وي، د درېیمو هېوادونو له لارې دې د حقوقي تضمینونو په پام کې نیولو سره د لېږد بدیلونه وڅېړل شي.
دا غبرګون وروسته له هغې څرګندېږي چې د فرانسې د کورنیو چارو وزیر لوران نونیز د نومبر په دویمه د دغه هېواد پارلمان ته وویل چې حکومت له طالبانو سره د هغو افغانانو د بېرته ستنولو په اړه تخنیکي خبرې کوي چې په فرانسه کې د اوسېدو قانوني اسناد نه لري او ځینې یې د عامه امنیت لپاره ګواښ ګڼل کېږي.
د فرانسې حکومت ټینګار کړی چې دغه خبرې د طالبانو د رسمي پېژندنې په معنا نه دي او د فرانسې د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې د پناهغوښتونکو او ښځو بېرته ستنول په دې پلان کې نه شاملېږي.
تر دې مخکې د بشري حقونو څار سازمان هم خبرداری ورکړی و چې افغانستان ته د افغان کډوالو جبري ستنول هغوی د ځورونې، شکنجې او نورو بشري حقونو د سرغړونو له خطر سره مخ کولای شي.
د بشري حقونو فعالانو اتحاد په پای کې ټینګار کړی چې د ناقانونه کډوالۍ پر وړاندې مبارزه باید د کډوالو د ژوند، امنیت او اساسي حقونو د قرباني کولو په بیه ترسره نه شي.