لټون

غزه کې توپان؛ لسګونه زره خېمې له اوبو ډکې او ډېرې نړېدلې دي

17 لړم 1405 - 11:56 37 views
غزه کې توپان؛ لسګونه زره خېمې له اوبو ډکې او ډېرې نړېدلې دي
په غزه کې له ۱۲ ساعته توپاني ورښت وروسته لسګونه زره خېمې له اوبو ډکې او ګڼې نړېدلې دي؛ بې‌ځایه شوي فلسطینیان له سخت بشري وضعیت سره مخ دي.

په غزه کې له سخت توپاني ورښت او سېلابونو وروسته په ۱۲ ساعتونو کې لسګونه زره بې‌ځایه شویو فلسطینیانو خېمې له اوبو ډکې شوې او ګڼې نورې نړېدلې دي.

د راپورونو له مخې، سختو ورښتونو د غزې بشري ناورین لا پسې زیات کړی او زرګونه بې‌ځایه شوي فلسطینیان، چې ډېری یې ښځې او ماشومان دي، له سختو شرایطو سره مخ کړي دي.

د غزې د رسنیو دفتر د توپان له امله لومړني مالي زیانونه شاوخوا درې میلیونه ډالره اټکل کړي دي.

په ټولنیزو رسنیو خپرو شویو ویډیوګانو کې لیدل کېږي چې ماشومان د باران اوبو په ډکو شویو او نړېدلو خېمو کې بند پاتې دي او د وتلو لپاره له ستونزو سره مخ دي.

په غزه کې د خرابېدونکي وضعیت له امله بېلابېل غبرګونونو راپورته شوي او د بشري حقونو یو شمېر څارونکو سازمانونو له نړیوالې ټولنې غوښتي چې د سیمې خلک یوازې پرېنږدي او بېړنۍ بشري مرستې ورسره وکړي.

سلګونه زره فلسطینیان څلورم پرله‌پسې ژمی په خېمو کې تېروي. د ښځو او ماشومانو په ګډون لسګونه زره کسان لا هم له خوندي سرپناه بې‌برخې دي او د سختو هوايي شرایطو پر وړاندې له جدي ستونزو سره مخ دي.

د ورکړل شویو معلوماتو له مخې، پر غزه د اسرائیلو د جګړې له پیل راهیسې شاوخوا ۶۰ زره فلسطینیان وژل شوي او تر ۱۵۰ زرو ډېر نور ټپیان شوي دي. جګړې سلګونه زره نور فلسطینیان هم بې‌ځایه کړي او د ژوند له سختو بشري ستونزو سره یې مخ کړي دي.


Advertisement Space Available Contact us for advertising