د ترکیې پولیسو د دغه هېواد په ختیځ هاکاري ولایت کې ۶۳ افغان وګړي نیولي او د انسان د قاچاق په تور یې یو شکمن کس هم نیولی دی.
د ترکي رسنیو د راپورونو له مخې، د هاکاري ولایت د والي دفتر ویلي، دغه افغانان هغه مهال ونیول شول چې غوښتل یې په ناقانونه توګه ترکیې ته داخل شي.
چارواکو زیاته کړې، هغه کس هم د پولیسو په عملیاتو کې نیول شوی چې د افغانانو د لېږدولو او د هغوی د سفر د تنظیمولو په تور پرې شک کېږي. دغه عملیات د ولایت د لویې څارنوالۍ په همغږۍ ترسره شوي دي.
د راپور له مخې، شکمن کس محکمې ته معرفي شوی او وروسته د محکمې په حکم زنداني شوی دی. نیول شوي ۶۳ افغانان به د نورو قانوني او اداري پړاوونو د بشپړولو لپاره ګاونډي اغري ولایت ته ولېږدول شي.
دا پېښه داسې مهال شوې چې د ترکیې چارواکو په دغه هېواد کې د بېاسناده کډوالۍ پر وړاندې خپل عملیات زیات کړي دي.
د ترکیې د کډوالۍ د مدیریت عمومي ریاست د شمېرو له مخې، د ۲۰۲۶ کال په لومړیو لسو میاشتو کې ۳۳ زره او ۳۴۱ افغانان نیول شوي چې په دې موده کې د نیول شویو بېاسناده بهرنیانو تر ټولو لویه ډله جوړوي.
د دغې ادارې په وینا، د روان کال له جنورۍ څخه تر اکتوبر پورې په ټول ترکیه کې تر ۱۲۰ زرو ډېر بهرني وګړي نیول شوي دي. په همدې موده کې ۱۱ زره او ۸۹ کسان هم د انسان او کډوالو د قاچاق په تور د شک پر بنسټ نیول شوي دي.
ملګرو ملتونو هم تر دې وړاندې راپور ورکړی و چې ترکیې د ۲۰۲۶ کال په لومړیو پنځو میاشتو کې له ۱۳ زرو ډېر افغانان افغانستان ته لېږلي دي.
د افغانانو د نیولو او بېرته ستنولو دوام په داسې حال کې دی چې افغانستان له بشري او اقتصادي ستونزو سره مخ دی او د کډوالو د جبري ستنولو په اړه اندېښنې زیاتې شوې دي.