لټون

امریکايي کانګرس غړی: د افغانانو ایستل هغوی د طالبانو له ګواښ سره مخ کوي

17 لړم 1405 - 08:02 98 views
امریکايي کانګرس غړی: د افغانانو ایستل هغوی د طالبانو له ګواښ سره مخ کوي
د امریکا کانګرس غړی جورج لېټیمر خبرداری ورکوي چې د لسګونو افغان کډوالو بېرته لېږل هغوی د طالبانو تر واکمنۍ لاندې له ځورونې او مرګ ګواښ سره مخ کوي.

د امریکا د کانګرس غړی جورج لېټیمر وايي، د دغه هېواد د حکومت له‌خوا د لسګونو افغان کډوالو ایستل به هغوی په افغانستان کې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې د ځورونې، تعقیب او ان د مرګ له ګواښ سره مخ کړي.

نوموړي ویلي، په دغو افغانانو کې داسې کسان هم شامل دي چې د افغانستان د جګړې پر مهال یې له امریکايي ځواکونو سره همکاري کړې او د امریکا لپاره یې خپل ژوند له خطر سره مخ کړی دی.

لېټیمر د یکشنبې په ورځ (د لړم ۱۷مه) پر اېکس ټولنیزې شبکې لیکلي چې له ۶۶ نورو کانګرس غړو سره یې په ګډه د امریکا له حکومت څخه غوښتي، څو د دغو افغانانو د بېرته لېږلو پرېکړه لغوه کړي.

هغه زیاته کړې، که څه هم یوې فدرالي محکمې د افغانانو د ایستلو بهیر په لنډمهاله توګه درولی، خو امریکا باید له هغو کسانو سره پر خپلو ژمنو ودرېږي چې د دغه هېواد لپاره یې قربانۍ ورکړې دي.

تر دې وړاندې افغان ایواک او نیویارک ټایمز راپور ورکړی و چې د امریکا حکومت پلان لري په راتلونکو اونیو کې شاوخوا ۱۵۰ افغانان، په ځانګړي ډول د هغو کسانو د کورنیو غړي چې له امریکايي پوځ سره یې کار کړی، لومړی پاکستان او وروسته افغانستان ته ولېږدوي.

خو څلور ورځې وړاندې د افغان کډوالو د ملاتړ سازمان «افغان ایواک» ویلي وو هغه الوتنه چې ټاکل شوې وه د نومبر په درېیمه یو شمېر افغانان له امریکا وباسي، د پراخو فشارونو او د یوې فدرالي محکمې د مداخلې له امله ځنډول شوې ده.

د افغانانو د بېرته لېږلو دغه پلان په امریکا او بهر کې له پراخو نیوکو او غبرګونونو سره مخ شوی دی.


Advertisement Space Available Contact us for advertising