لټون

ترکیه کې د ۲۰۲۶ کال په لسو میاشتو کې ۳۳ زره افغانان نیول شوي

16 لړم 1405 - 11:46 52 views
ترکیه کې د ۲۰۲۶ کال په لسو میاشتو کې ۳۳ زره افغانان نیول شوي
د ترکیې د کډوالۍ اداره وايي، د ۲۰۲۶ کال په لومړیو لسو میاشتو کې ۳۳ زره او ۳۴۱ افغانان د بې‌اسنادۍ په تور نیول شوي دي.

د ترکیې د کډوالۍ ادارې د شمېرو له مخې، د ۲۰۲۶ کال په لومړیو لسو میاشتو کې په دغه هېواد کې ۳۳ زره او ۳۴۱ افغان وګړي د ناقانونه کډوالۍ په تور نیول شوي دي. افغانان په دې موده کې د نیول شویو بې‌اسناده بهرنیانو تر ټولو لویه ډله جوړوي.

د ترکیې د کډوالۍ د مدیریت عمومي ریاست د نومبر په اوومه اعلان کړی چې د روان کال له جنورۍ څخه تر اکتوبر میاشتې پورې په ټول هېواد کې تر ۱۲۰ زرو ډېر بهرني وګړي نیول شوي دي.

د خپرو شویو شمېرو له مخې، له افغانانو وروسته د سوریې، ازبکستان، ترکمنستان، ایران، مراکش، عراق، مصر، سوډان او یمن وګړي د نیول شویو کسانو په ډله کې شامل دي.

دا شمېرې ښيي چې په ترکیه کې د افغانانو نیول کېدل دوام لري. د روان کال په لومړیو اتو میاشتو کې هم ۲۵ زره او ۳۱۴ افغانان نیول شوي وو، په داسې حال کې چې په همدې موده کې د ټولو هېوادونو نږدې ۹۵ زره بې‌اسناده کډوال نیول شوي وو.

د ترکیې د کډوالۍ ادارې ویلي، نیول شوي کسان د استوګنې معتبر جواز یا نور اړین قانوني اسناد نه لرل؛ خو ادارې دا نه دي روښانه کړي چې له نیول شویو کسانو څخه څومره یې بېرته خپلو هېوادونو ته لېږل شوي، څومره خوشې شوي او څومره لا هم د کډوالۍ په توقیف‌خونو کې دي.

د دغو شمېرو له مخې، په همدې لسو میاشتو کې ۱۱ زره او ۸۹ کسان هم د انسان قاچاق او د کډوالو د قاچاق په تور د شک پر بنسټ نیول شوي دي.

په ترکیه کې د افغان بې‌اسناده کډوالو د نیولو او شړلو لړۍ داسې مهال روانه ده چې ګڼ افغانان د نیول کېدو او بېرته افغانستان ته د لېږلو له خطر سره مخ دي. د ترکیې چارواکو تر اوسه د ۲۰۲۶ کال په لسو میاشتو کې د شړل شویو افغانانو بشپړې شمېرې نه دي خپرې کړې.

ملګرو ملتونو تر دې وړاندې ویلي وو چې ترکیې د ۲۰۲۶ کال په لومړیو پنځو میاشتو کې له ۱۳ زرو ډېر افغانان افغانستان ته لېږلي دي. دا په داسې حال کې ده چې افغانستان له بشري او اقتصادي ستونزو سره مخ دی.


Advertisement Space Available Contact us for advertising