لټون

د نیویارک ټایمز پخوانۍ مدیره: بایډن حکومت زموږ د ۱۲۴ افغان کارکوونکو په تخلیه کې مرسته ونه کړه

16 لړم 1405 - 07:20 76 views
د نیویارک ټایمز پخوانۍ مدیره: بایډن حکومت زموږ د ۱۲۴ افغان کارکوونکو په تخلیه کې مرسته ونه کړه
د نیویارک ټایمز پخوانۍ مدیره وايي، د بایډن حکومت د کابل د سقوط پر مهال د دې ورځپاڼې د ۱۲۴ افغان کارکوونکو د تخلیې په برخه کې مرسته ونه کړه.

د نیویارک ټایمز پخوانۍ مسوولې مدیره ربکا بلومنستاین وايي، د جو بایډن حکومت په ۲۰۲۱ کال کې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو پر مهال د دې ورځپاڼې د ۱۲۴ افغان کارکوونکو او د هغوی د کورنیو د تخلیې او ویزو په ترلاسه کولو کې هېڅ مرسته ونه کړه.

د هغې په وینا، نیویارک ټایمز اړ شو چې د قطر، مکسیکو او یو شمېر نورو بنسټونو په همکارۍ خپل افغان کارکوونکي او د هغوی کورنۍ له افغانستانه وباسي او امریکا ته یې ولېږدوي.

بلومنستاین د پنجشنبې په ورځ یوې غونډې ته وویل، د امریکايي ځواکونو د وتلو د نېټې له رانږدې کېدو سره د ورځپاڼې افغان کارکوونکي له سختو او بېړنیو شرایطو سره مخ شوي وو. د هغې په خبره، ځینو کارکوونکو دوه شپې او ورځې د کابل هوايي ډګر په شاوخوا کې انتظار وکړ، څو له هېواده د وتلو فرصت ومومي.

هغې، چې د کارکوونکو د تخلیې بهیر یې څاره، زیاته کړه چې د طالبانو چټک پرمختګ او د کابل سقوط د ورځپاڼې افغان کارکوونکي له داسې ناڅاپي وضعیت سره مخ کړل چې د شخصي وسایلو د راټولولو او له خپلو کورنیو سره د مخه ښې لپاره یې ډېر لږ وخت درلود.

د نیویارک ټایمز د یوه افغان کارکوونکي د کورنۍ غړي، چې په ۲۰۲۱ کال کې امریکا ته لېږدول شوی، ویلي چې یوازې ۳۰ دقیقې وخت یې درلود، څو اړین وسایل راټول او ځان هوايي ډګر ته ورسوي. د هغه په وینا، زرګونه نور افغانان هم له ورته حالت سره مخ وو او اړ شول چې له خپلو خپلوانو او دوستانو سره له مخه ښې کولو پرته هېواد پرېږدي.

د ربکا بلومنستاین او د هغې همکارې دیانا کپ په وینا، وروسته له هغه چې د نیویارک ټایمز افغان کارکوونکي قطر او مکسیکو ته ولېږدول شول، د بشري دلایلو له مخې د لنډمهاله استوګنې د پروګرام له لارې د امریکا د ټکساس ایالت هیوستن ښار ته د هغوی د انتقال زمینه برابره شوه.

د هارورډ پوهنتون د محصلانو د خپرونې د راپور له مخې، په دې غونډه کې امریکا ته له رسېدو وروسته د افغان کډوالو ستونزې هم وڅېړل شوې. ګډونوالو د امریکا د کډوالۍ د سختو سیاستونو له امله د افغانانو پر اندېښنو خبرې وکړې.

دیانا کپ وویل، د امریکا د حکومت د کافي ملاتړ په نشتوالي کې، د دغه هېواد ښاریانو او سیمه‌ییزو ډلو د افغان کډوالو په ملاتړ او په نوي چاپېریال کې د هغوی د ژوند د بیا جوړولو لپاره مهم رول لوبولی دی.

بلومنستاین او کپ په خپل ګډ کتاب کې د کابل له سقوط وروسته د نیویارک ټایمز د افغان کارکوونکو د تخلیې، نورو هېوادونو ته د هغوی د لېږد او په امریکا کې د بیا مېشتېدو لپاره د خپلو هڅو کیسه بیان کړې ده.


Advertisement Space Available Contact us for advertising