لټون

ار اس اف: د طالبانو استخباراتي ریاست د افغان خبریالانو د څارنې او ځپلو مسوول دی

14 لړم 1405 - 11:51 52 views
ار اس اف: د طالبانو استخباراتي ریاست د افغان خبریالانو د څارنې او ځپلو مسوول دی
د بې‌پولې خبریالانو سازمان (RSF) په یوه څېړنیز راپور کې د طالبانو د استخباراتو ۰۱۵ ریاست د افغان خبریالانو د څارنې، ګواښلو او ځپلو په برخه کې په مهم رول لوبولو تورن کړی دی.Photo: RSF

د بې‌پولې خبریالانو سازمان (RSF) په یوه څېړنیز راپور کې ویلي، چې د طالبانو د استخباراتو ۰۱۵ ریاست د افغان خبریالانو د څارنې، ګواښلو، نیولو او شکنجې په برخه کې مهم رول لري.

د دغه سازمان د راپور له مخې، طالبانو واک ته تر بېرته رسېدو وروسته د رسنیو د فعالیتونو د محدودولو لپاره د څارنې او ځپلو منظم سیستم رامنځته کړی دی. افغان خبریالانو RSF ته د خپلو نیونو، پوښتنو ګروېږنو او شکنجو په اړه شهادتونه ورکړي دي.

RSF وايي، له ۲۰۲۱ کال راهیسې ۷۷ خبریالان نیول شوي او ځینې یې له یوې اوونۍ څخه تر دوو کلونو پورې بندیان شوي دي.

د راپور له مخې، د ۰۱۵ ریاست مامورین په کابل او ولایتونو کې د رسنیو خپرونې څاري، انتقادي خبریالان احضاروي او ګواښي یې. دغه ریاست د رسنیو پر دفترونو د عملیاتو، د خبریالانو د نیولو او د وسایلو د ضبطولو په چارو کې هم لاس لري.

یو شمېر افغان خبریالانو RSF ته ویلي، چې د ښځو د حقونو، امنیتي پېښو او بې‌وزلۍ په اړه د راپورونو جوړولو له امله تر فشار لاندې راغلي دي. ځینو خبریالانو د وهلو ټکولو، برېښنايي شوک او د اعدام د جعلي صحنو د ترسره کولو کیسې هم شریکې کړې دي.

دغه سازمان همداراز ادعا کړې چې د طالبانو استخبارات په انلاین فضا کې د تبلیغاتو او د عامه افکارو د اغېزمنولو لپاره فعالیت کوي. د RSF په وینا، د ۲۰۲۶ کال په سپټمبر کې افشا شویو اسنادو کې د نږدې ۱۵۰۰ ټولنیزو رسنیو حسابونو یادونه شوې، چې د طالبانو د حکومت د ملاتړ او د مخالفینو د بدنامولو لپاره کارول کېږي. د دغو فعالیتونو لپاره د ۷۰.۷ میلیونه افغانیو بودجه هم په اسنادو کې ښودل شوې ده.

په ورته وخت کې، د طالبانو ویاند حمدالله فطرت RSF ته ویلي، چې د استخباراتو اړوند ادارې د قانون په چوکاټ کې فعالیت کوي او هېڅوک په خپل‌سري ډول نه نیول کېږي.

خو RSF وايي، د خبریالانو د شهادتونو او خپلو څېړنو له مخې، په افغانستان کې د مطبوعاتو ازادي له جدي محدودیتونو سره مخ ده.





Advertisement Space Available Contact us for advertising