لټون

په ډنمارک کې هم د زده‌کړو د مالي مرستو کمولو پر ضد زرګونو ځوانانو لاریون وکړ

14 لړم 1405 - 08:38 57 views
په ډنمارک کې هم د زده‌کړو د مالي مرستو کمولو پر ضد زرګونو ځوانانو لاریون وکړ
Photo: Aljazeera په ډنمارک کې زرګونو زده‌کوونکو د حکومت د مالي مرستو د کمولو پر ضد لاریون کړی. د طرحې له مخې، ۱۴ زره محصلان به خپلې مرستې له لاسه ورکړي.

د ډنمارک په پلازمېنه کوپنهاګن کې زرګونو ځوانانو د حکومت د هغه پلان پر ضد لاریون کړی، چې له مخې یې د زده‌کړو لپاره د محصیلینو مالي مرستې کمېږي. دغه لاریون په اروپا کې د ځوانانو د پراخو اعتراضونو د نوې څپې په دوام ترسره شوی دی.

د لاریون تنظیموونکو ویلي، چې د دوشنبې په ورځ تر ۱۳ زرو پورې محصلینو د «بس دی، نور بس» تر شعار لاندې د کوپنهاګن له ښاروالۍ څخه د دغه هېواد د پارلمان پر لور لاریون وکړ. د زده‌کوونکو اتحادیو په وینا، د مرستو د کمولو د طرحې پر ضد په ډنمارک کې د ۵۷ ښوونیزو مرکزونو شاوخوا ۴۰ زره زده‌کوونکي اعتصاب ته تللي دي.

د زده‌کوونکو مالي مرستې څه ډول بدلېږي؟

په ډنمارک کې له ۱۹۷۰ کال راهیسې، له ۱۸ کلونو پورته ټول ښوونیز او پوهنتوني زده‌کوونکي د خپلو والدینو د عاید له کچې پرته، په اتومات ډول د زده‌کړو مالي مرسته ترلاسه کوي.

اوس مهال له والدینو سره اوسېدونکي زده‌کوونکي هره میاشت ۱۱۵۴ ډنمارکي کرونه (شاوخوا ۱۷۳ ډالره) او له کورنۍ جلا اوسېدونکي زده‌کوونکي ۷۴۲۶ کرونه (شاوخوا ۱۱۱۶ ډالره) ترلاسه کوي.

د حکومت د نوې طرحې له مخې، هغه زده‌کوونکي چې له والدینو سره ژوند کوي او د کورنۍ کلنی عاید یې له ۷۰۰ زرو کرونو (شاوخوا ۱۰۵ زره ډالرو) څخه لوړ وي، له دې مرستې بې‌برخې کېږي.

همداراز، هغه زده‌کوونکي چې د کورنۍ کلنی عاید یې د ۴۱۹ زره او ۵۸۹ کرونو او ۷۰۰ زرو کرونو ترمنځ وي، د والدینو د عاید له مخې به په بېلابېلو کچو مالي مرسته ترلاسه کوي.

د ډنمارک د لوړو زده‌کړو وزارت ویلي، چې د دې طرحې له پلي کېدو سره به شاوخوا ۱۴ زره زده‌کوونکي خپلې مالي مرستې له لاسه ورکړي او د ۸ زرو نورو مرستې به کمې شي.

ځوانان: حکومت له موږ سره کړې ژمنې ماتوي

د لاریون پر مهال پولیسو پراخ امنیتي تدابیر نیولي وو. لاریون کوونکو «ماتې شوې ژمنې»، «د زده‌کوونکو مرسته وژغورئ» او «لږ ملاتړ، لږه زده‌کړه» شعارونه ورکول.

د ډنمارک د منځنیو ښوونځیو د زده‌کوونکو د ټولنې مشر او د لاریون تنظیموونکی، اوسکار ټونسبرګ هوفمن، فرانس پرس خبري اژانس ته ویلي، چې په ډنمارک کې زده‌کوونکي د زده‌کړو لپاره مالي ملاتړ ترلاسه کوي او دغه هېواد پرې ویاړي.

هغه زیاته کړې، چې د نړۍ د یوه پیاوړي ښوونیز نظام له منځه وړل به ناسمه پرېکړه وي.

د کرنې د علومو ۲۳ کلن محصل، کیران هندشا، هم ویلي چې د حکومت له پرېکړې سره د خیانت احساس کوي.

هغه ویلي، په داسې حال کې چې د ډنمارک په حکومت کې کیڼ اړخي ګوندونه هم شامل دي، د ځوانانو مالي ملاتړ او ټولنیزې مرستې کمېږي، خو د شرکتونو د مالیاتو د کمولو او پوځي لګښتونو لپاره بودجه ځانګړې کېږي.

د بې‌کارۍ مرستې هم محدودېږي

د ډنمارک حکومت د پوهنتونونو د تازه فارغانو لپاره د بې‌کارۍ د مرستو د محدودولو طرحه هم وړاندې کړې ده.

د دې طرحې له مخې، یوازې هغه فارغان به د بې‌کارۍ مرستې ترلاسه کولی شي، چې د خپلو زده‌کړو په وروستیو ۲۴ میاشتو کې یې لږ تر لږه ۱۸ میاشتې کار کړی وي.

د صنعت وزیر او د ټولنیز لیبرال ګوند مشر، مارتین لیده‌ګارد، ویلي چې د مالي مرستو کمول «خوښې پرېکړې نه دي».

په اروپا کې د ځوانانو دغه لاریونونه په داسې حال کې پراخېږي، چې د ژوند د لګښتونو او کورونو د کرایې لوړېدو له امله د ځوانانو اقتصادي ستونزې زیاتې شوې دي. په فرانسه کې هم د محصلینو لاریونونه په وروستیو اوونیو کې نورو اروپايي هېوادونو ته غځېدلي دي.


Advertisement Space Available Contact us for advertising