لټون

د ایران جګړې سیاسي پایلې؛ هېګسېټ د استیضاح له ګواښ سره مخ شو

14 لړم 1405 - 08:23 49 views
د ایران جګړې سیاسي پایلې؛ هېګسېټ د استیضاح له ګواښ سره مخ شو
د امریکا د منځمهالو ټاکنو له پایلو وروسته، د جګړې وزیر پیټ هېګسېټ د ایران جګړې په تړاو د حساب ورکولو له فشارونو سره مخ شوی او د استیضاح طرحه یې د رایې اچونې لپاره د وړاندې کېدو په تمه ده.

د امریکا د منځمهالو ټاکنو په پایلو کې د جمهوري غوښتونکو له ماتې وروسته، د جګړې وزیر پیټ هېګسېټ د ایران جګړې د سیاسي پایلو له امله د حساب ورکولو له زیاتېدونکو فشارونو سره مخ شوی دی.

د CNN د راپور له مخې، که څه هم د جګړې د پیل پرېکړه ولسمشر ډونالډ ټرمپ کړې وه، خو اوس ځینې سیاسي څېرې د هېګسېټ د ځواب ویلو غوښتنه کوي.

تمه ده چې د امریکا د استازو جرګه د راتلونکې اوونۍ له پیله د هېګسېټ د استیضاح طرحه د رایې اچونې لپاره وړاندې کړي.

د کینټکي ایالت جمهوري غوښتونکي استازي توماس ماسي تر دې وړاندې د هېګسېټ د استیضاح طرحه وړاندې کړې وه او ژمنه یې کړې وه چې له ټاکنو وروسته به یې د رایې اچونې لپاره وړاندې کړي.

بلخوا، ډونالډ ټرمپ د چهارشنبې په ورځ د هېګسېټ ملاتړ وکړ او ویې ویل چې نوموړی «ډېر ښه کار کوي».


Advertisement Space Available Contact us for advertising