اروپايي کمېسیون د څو اروپايي هېوادونو په سوپرمارکېټونو کې د یخچالونو او فریزرونو د تودوخې د کنټرول پر سیستمونو د سایبري بریدونو له امله، د سهشنبې په سهار دوه بېړنۍ غونډې جوړې کړې دي.
د کمېسیون ویاند ویلي، په دغو غونډو کې د پېښې په اړه د معلوماتو تبادله او د ګډ غبرګون پر څرنګوالي خبرې شوې دي. د هغه په وینا، دا پېښه یوازې یو هېواد نه اغېزمنوي، بلکې د اروپايي ټولنې څو غړي هېوادونه ورسره مخ شوي دي.
د لومړۍ غونډې ګډونوالو کې د اروپايي کمېسیون بېلابېلې څانګې، د اروپايي ټولنې د سایبري امنیت اداره (ENISA) او د پولیسو اداره (Europol) شامل وو. همداراز، د سایبري بحرانونو پر وړاندې د غبرګون لپاره د اروپايي هېوادونو د ملي متخصصانو شبکې هم خبرې کړې دي.
د راپورونو له مخې، د دوشنبې په ورځ سایبري مجرمینو په بلجیم، جرمني، سویډن، ایرلنډ، هالنډ، لوګزامبورګ، فنلنډ او استونیا کې د سوپرمارکېټونو د یخچالونو او فریزرونو د تودوخې کنټرول ګډوډ کړی دی. له دې امله ځینې پلورنځي اړ شوي چې د خوراکي توکو یوه برخه له پلور څخه وباسي او یا یې له منځه یوسي.
ورته پېښه څو اوونۍ مخکې په فرانسه کې هم رامنځته شوې وه.
د اروپايي کمېسیون ویاند ویلي، د پېښې په اړه د پلټنو چارې د اړوندو هېوادونو چارواکي پر مخ وړي. تر اوسه نه ده معلومه چې د برید تر شا څوک دي، خو نوموړي ټینګار کړی چې دا پېښې جلا جلا نه دي او اروپايي هېوادونه باید د ورته سایبري پېښو پر وړاندې ګډ چمتووالی او مقاومت پیاوړی کړي.