لټون

ټرمپ د منځمهالو ټاکنو له ماتې وروسته ډیموکراتان «پیاوړي سیالان» وبلل

13 لړم 1405 - 12:04 68 views
ټرمپ د منځمهالو ټاکنو له ماتې وروسته ډیموکراتان «پیاوړي سیالان» وبلل
Photo: France24 ډونالډ ټرمپ د منځمهالو ټاکنو له پایلو وروسته د ډیموکرات ګوند ستاینه کړې او د دغه ګوند غړي یې پیاوړي او تکړه کسان بللي دي.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د منځمهالو ټاکنو په پایلو کې د خپل جمهوري‌پال ګوند له سختې ماتې وروسته، د ډیموکرات ګوند ستاینه کړې او د دغه ګوند غړي یې «پیاوړي او تکړه سیالان» بللي دي.

ټرمپ ویلي، ډیموکراتانو په ټاکنو کې ښه کار کړی او په دغه ګوند کې داسې کسان شته چې د ده په وینا، پیاوړي او وړتیا لرونکي دي. نوموړي د ډیموکراتانو د بریا په اړه ویلي: «هغوی ښه کار وکړ. رښتیا یې هم ښه کار وکړ.»

د ټرمپ دا څرګندونې په داسې حال کې دي، چې د ۲۰۲۶ کال منځمهالې ټاکنې د امریکا په سیاسي ډګر کې د جمهوري‌پال او ډیموکرات ګوندونو ترمنځ د واک پر سر سیالۍ ته نوې بڼه ورکوي. منځمهالې ټاکنې د ولسمشر د دورې په منځ کې ترسره کېږي او د کانګرېس د استازو جرګې او سنا د څوکۍ‌ګانو برخلیک ټاکي.

د ټرمپ جمهوري‌پال ګوند په دغو ټاکنو کې له سختې ماتې سره مخ شوی دی. د دې پایلې له مخې، ډیموکراتان په کانګرېس کې د خپل سیاسي نفوذ د زیاتولو فرصت مومي، چې د ټرمپ د ادارې پر راتلونکو سیاسي پرېکړو هم اغېز لرلای شي.

په امریکا کې منځمهالې ټاکنې معمولاً د ولسمشر د لومړنیو دوو کلونو د کار په اړه د خلکو د نظر د ارزونې په توګه هم ګڼل کېږي. د واکمن ګوند لپاره د دغو ټاکنو پایلې مهمې وي، ځکه د کانګرېس په دواړو مجلسونو کې د اکثریت له لاسه ورکول د حکومت د اجنډا د عملي کولو بهیر ستونزمنولای شي.

د ټرمپ له څرګندونو داسې ښکاري چې نوموړي د ټاکنیزو پایلو تر څنګ د ډیموکراتانو سیاسي وړتیا هم منلې ده. هغه ویلي، دغه ګوند «ځینې پیاوړي او تکړه کسان» لري.


Advertisement Space Available Contact us for advertising