د امریکا په منځمهاله ټاکنو کې د رایو اچولو بهیر روان دی؛ هغه ټاکنې چې د واشنګټن د سیاسي ځواک توازن بدلولی شي. د نظرپوښتنو پایلې ښيي، چې دیموکرات ګوند د استازو جرګې د کنټرول ترلاسه کولو لپاره مخکښ دی او ښايي په سنا کې هم د واک پر سر له جمهوري غوښتونکو سره جدي سیالي وکړي.
د راپورونو له مخې، تر ټاکنو وړاندې له ۵۷ میلیون څخه زیاتو امریکایانو خپلې رایې کارولې دي، چې په ټول هېواد کې د سیاسي ګډون د پام وړ کچه ښيي.
سیاسي شنونکي وایي، د امریکا منځمهاله ټاکنې په دودیز ډول د ولسمشر د لومړیو دوو کلونو د کړنو په اړه د خلکو د نظرپوښتنې په توګه ګڼل کېږي او ډېری وخت د واکمن ګوند لپاره له ننګونو سره مل وي.
د ډونالډ ټرمپ لپاره د دغو ټاکنو پایلې ځانګړی اهمیت لري. که جمهوري غوښتونکي د استازو جرګې کنټرول له لاسه ورکړي، دیموکراتان به وکولای شي د ټرمپ د سیاسي او قانونجوړونې د اجنډا د ځینو برخو مخه ونیسي او د هغه د ادارې په اړه څېړنې پیل کړي.
د رایو تر ټولو لوړه کچه په هغو ایالتونو کې راپور شوې، چې د سنا جرګې څوکۍ یې له سیالۍ سره مخ دي. په دغو ایالتونو کې د رایو پایلې ښايي د سنا د کنټرول برخلیک وټاکي.
که څه هم د نظرپوښتنو له مخې دیموکراتان د لاسته راوړنو لپاره ښه موقعیت لري، خو رسمي پایلې به څرګنده کړي، چې ایا دغه ګوند په کانګرس کې اکثریت ترلاسه کولی شي او د ټرمپ د ولسمشرۍ د وروستیو دوو کلونو سیاسي مسیر بدلولی شي که نه.