لټون

بریټانیا د کډوالو د دایمي استوګنې شرایط سختوي؛ د انتظار موده تر ۳۰ کلونو

12 لړم 1405 - 08:09 131 views
بریټانیا د کډوالو د دایمي استوګنې شرایط سختوي؛ د انتظار موده تر ۳۰ کلونو
Photo: The Guardian بریټانیا د کډوالو د دایمي استوګنې لپاره نوې طرحه وړاندې کړې؛ ډېری کډوال به ۱۰ کاله او په ناقانونه لارو راغلي کسان ښايي تر ۳۰ کلونو انتظار وکړي.

د بریټانیا د کورنیو چارو وزارت د کډوالو لپاره د دایمي استوګنې د ترلاسه کولو د شرایطو د سختولو نوې طرحه وړاندې کړې ده. د دې طرحې له مخې، ډېری کډوال به د دایمي استوګنې د ترلاسه کولو لپاره د پنځو کلونو پر ځای ۱۰ کاله انتظار کوي.

د بریټانیا د کورنیو چارو وزیرې شبانه محمود ویلي، د انتظار موده به د کډوالو د عاید، دندې، د کډوالۍ مخینې او د بریټانیا په اقتصاد او ټولنه کې د هغوی د ونډې له مخې توپیر ولري.

د طرحې له مخې، هغه کډوال چې د بریټانیا د کډوالۍ له قوانینو سرغړونه کوي، د دایمي استوګنې د ترلاسه کولو لپاره به لږ تر لږه ۲۰ کاله انتظار کوي.

همداراز، هغه کسان چې په ناقانونه لارو بریټانیا ته داخل شوي، ښايي د دایمي استوګنې د ترلاسه کولو لپاره تر ۳۰ کلونو پورې انتظار وباسي.

دغه طرحه د دوشنبې په ورځ د بریټانیا پارلمان ته وړاندې شوې ده. د دې بدلونونو له مخې، د کډوالو د دایمي استوګنې موده به د هغوی د کډوالۍ وضعیت او په دغه هېواد کې د اقتصادي او ټولنیزې ونډې له مخې وټاکل شي.


Advertisement Space Available Contact us for advertising