د فرانسې د بهرنیو چارو وزارت ویلي، له هغه وخته چې طالبان د ۲۰۲۱ کال د اګست په ۱۵مه بېرته واک ته رسېدلي، افغان ښځې او نجونې په تدریجي ډول له زدهکړو، کار، عدالت ته له لاسرسي او عامه ژوند څخه محرومې شوې دي.
د دغه وزارت ویاند پاسکال کونفاورو په یوه پیغام کې ویلي چې افغان ښځې د ازاد تګ راتګ، نظر څرګندولو او په ټولنیز ژوند کې د ګډون له حق څخه بېبرخې شوې دي.
فرانسې خبرداری ورکړی چې د ښځو او نجونو سیستماتیک محرومول نه یوازې د میلیونونو افغانو ښځو راتلونکی زیانمنوي، بلکې په افغانستان کې د دوامدارې سولې او ثبات هیلې هم له منځه وړي.
د فرانسې د بهرنیو چارو وزیر ژان نوېل بارو د «د برابرۍ لپاره اقدام» په نوم غونډه کې ویلي:
فرانسې همدارنګه ټینګار کړی چې افغان ښځې باید هېڅکله یوازې پرېنښودل شي او نړیواله ټولنه باید د هغوی د حقونو ملاتړ ته دوام ورکړي.