لټون

ګوترېش: په تېر یوه کال کې لږ تر لږه ۳۴ خبریالان وژل شوي

11 لړم 1405 - 17:42 54 views
ګوترېش: په تېر یوه کال کې لږ تر لږه ۳۴ خبریالان وژل شوي
د ملګرو ملتونو سرمنشي وايي، په تېر یوه کال کې لږ تر لږه ۳۴ خبریالان وژل شوي او د خبریالانو له هرو اوو وژنو شپږ یې بې‌سزا پاتې کېږي.

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترېش وايي، په ټوله نړۍ کې په تېر یوه کال کې لږ تر لږه ۳۴ خبریالان وژل شوي دي. نوموړي له حکومتونو غوښتي چې د خبریالانو پر وړاندې د بریدونو پلټنې وکړي او مسوول کسان د قانون منګولو ته وسپاري.

ګوترېش د دوشنبې په ورځ، د نومبر په دویمه، د خبریالانو پر وړاندې د جرمونو د بې‌سزا پاتې کېدو د پای ته رسولو د نړیوالې ورځې په مناسبت په یوه پیغام کې ویلي، خبریالان یوازې د خپل مسلکي کار له امله له ځورونې، څارنې، قانوني تعقیب، فزیکي بریدونو او زنداني کېدو سره مخ کېږي.

د ملګرو ملتونو سرمنشي ویلي، د خبریالانو له هرو اوو وژنو څخه شپږ یې بې‌سزا پاتې کېږي او په جګړه‌ییزو سیمو کې د دغو جرمونو د بې‌سزا پاتې کېدو کچه نږدې ۱۰۰ سلنې ته رسېږي.

نوموړي زیاته کړې: «په ټوله نړۍ کې خبریالان د حقیقت د ویلو لپاره خورا دروند قیمت پرې کوي.» هغه ټینګار کړی چې د خبریالانو کار د خلکو د خبرولو او د واکمنو د حساب ورکونې لپاره حیاتي ارزښت لري.

ګوترېش له حکومتونو غوښتي چې د خبریالانو د وژنې او پر هغوی د بریدونو هره پېښه وڅېړي، عاملان یې محاکمه کړي او په انلاین فضا کې د خبریالانو پر وړاندې بریدونه ودروي. د هغه په وینا، هېڅ شی باید د خبریالانو د کار مخه ونه نیسي، ځکه د رسنیو ازادي د بشري حقونو، ډیموکراسۍ او د قانون د حاکمیت بنسټیزه برخه ده.

د یونیسکو د شمېرو له مخې، د ۲۰۰۶ او ۲۰۲۵ کلونو ترمنځ په ټوله نړۍ کې تر ۱۶۰۰ ډېر خبریالان وژل شوي او نږدې له هرو اوو پېښو شپږ یې په قضايي ډول نه دي حل شوې. دغه سازمان وايي، د جرمونو بې‌سزا پاتې کېدل د خبریالانو پر وړاندې د لا زیاتو تاوتریخوالو زمینه برابروي.

یونیسکو همداراز ویلي، په ۲۰۲۴ او ۲۰۲۵ کلونو کې ۱۸۹ خبریالان وژل شوي چې ۶۷ سلنه پېښې یې په جګړه‌ییزو سیمو کې شوې دي. د دغو دوو کلونو په ترڅ کې په شپږو جګړه‌ییزو سیمو کې ۵۰ خبریالان د بې‌پیلوټه الوتکو په بریدونو کې وژل شوي دي.

د خبریالانو نړیوال فدراسیون هم ویلي، د ۲۰۲۶ کال د اکتوبر تر وروستیو پورې ۱۵ خبریالان او د رسنیو کارکوونکي د خپل کار په تړاو وژل شوي دي. دغه شمېرې د بېلابېلو راپور ورکولو مودو او د معلوماتو د راټولولو د طریقو پر بنسټ دي.

د خبریالانو پر وړاندې د جرمونو د بې‌سزا پاتې کېدو د پای ته رسولو نړیواله ورځ هر کال د نومبر په دویمه لمانځل کېږي. ملګرو ملتونو دغه ورځ په ۲۰۱۳ کال کې د خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي او د عاملانو د نه محاکمه کېدو د ستونزې د راڅرګندولو لپاره اعلان کړه.


Advertisement Space Available Contact us for advertising