لټون

طالبانو له امریکا غوښتي چې د افغان کډوالو د ایستلو پر مهال مسوولانه چلند وکړي

11 لړم 1405 - 13:26 85 views
طالبانو له امریکا غوښتي چې د افغان کډوالو د ایستلو پر مهال مسوولانه چلند وکړي
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت له امریکا غوښتي چې د افغان کډوالو د بېرته لېږدولو پر مهال مسوولانه چلند وکړي او ویلي یې دي چې له واشنګټن سره خبرو ته چمتو دی.

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت له امریکا غوښتي چې افغانستان ته د افغان کډوالو د بېرته لېږدولو پر مهال مسوولانه چلند وکړي. دغه وزارت ویلي، کابل چمتو دی چې له واشنګټن سره د دې موضوع په اړه رغنده خبرې وکړي.

د طالبانو بهرنیو چارو وزارت د دوشنبې په ورځ په یوه اعلامیه کې ویلي، افغان لوری د موجودو واقعیتونو او د دواړو خواوو د مشروع ګټو په پام کې نیولو سره، د متقابل تفاهم پر بنسټ خبرو اترو ته چمتو دی.

د رویټرز د راپور له مخې، د ډونالډ ټرمپ اداره پلان لري چې یو شمېر افغان کډوال افغانستان ته بېرته ولېږدوي. د نیویارک ټایمز ورځپاڼې د جمعې په ورځ راپور ورکړی و چې له ۱۵۰ ډېر افغانان ښايي له امریکا وایستل شي او لومړنۍ الوتنه یې د دوشنبې په ورځ ترسره شي.

د راپورونو له مخې، افغانان به د پاکستان له لارې افغانستان ته لېږدول کېږي، ځکه واشنګټن له طالبانو سره ډیپلوماتیکې اړیکې نه لري او په مستقیم ډول افغانستان ته د کډوالو د ایستلو بهیر نه شي تنظیمولای.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیه کې ویلي، درېیم هېوادونه باید د بل هېواد له اتباعو سره د محدودو او لنډمهالو امتیازونو یا نورو ملاحظاتو په بدل کې د معاملې په توګه چلند ونه کړي.

دا موضوع په داسې حال کې مطرح کېږي چې د پاکستان او افغانستان اړیکې د وسله‌والو بریدونو له امله ترینګلې دي. اسلام‌اباد کابل تورنوي چې د هغو وسله‌والو ډلو ملاتړ کوي چې له افغانستانه پر پاکستان بریدونه کوي؛ خو کابل دغه تورونه ردوي.





Advertisement Space Available Contact us for advertising