د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ یو ځل بیا د افغانستان د جګړې او له دغه هېواده د امریکايي ځواکونو د وتلو په اړه پر پخوانیو ولسمشرانو نیوکه کړې ده.
ټرمپ د ایوا ایالت په ډوبیوک ښار کې یوې ټاکنیزې غونډې ته ویلي، که د افغانستان د جګړې پر مهال دی په واک کې وای، نو جګړه یې په درېیو اوونیو کې ګټلای شوای.
نوموړي ویلي، امریکا د ګټلو لپاره جګړې نه کوي او نه پوهېږي چې ولې د مساوي پایلې لپاره جګړې کوي. ټرمپ په وار وار له افغانستانه د امریکايي ځواکونو وتل «شرمناک» بللي او د جو بایډن پر ادارې یې نیوکه کړې چې د وتلو بهیر یې د امریکا لپاره ستره ماتې ګرځولې ده.
خو د امریکا پخوانیو ولسمشرانو او چارواکو د ځواکونو د وتلو دفاع کړې او ویلي یې دي چې له افغانستانه د امریکايي پوځ وتل د امریکا د پالیسیو له مخې وو او په دې توګه د دغه هېواد تر ټولو اوږده جګړه پای ته ورسېده.