لټون

اې‌پي: ایران لومړی د امریکا د هوايي دفاع سیستمونه په نښه کړي، بیا یې پوځي اډې زیانمنې کړې

11 لړم 1405 - 09:29 73 views
اې‌پي: ایران لومړی د امریکا د هوايي دفاع سیستمونه په نښه کړي، بیا یې پوځي اډې زیانمنې کړې
د اې‌پي څېړنه وايي، ایران په منځني ختیځ کې لومړی د امریکا د خبرداري او هوايي دفاع سیستمونه په نښه کړي او وروسته یې الوتکې او پوځي ودانۍ زیانمنې کړې دي.Photo: AP

د اسوشیټډ پرېس (اې‌پي) یوې څېړنې موندلي چې ایران په منځني ختیځ کې د امریکا پر دوو لسګونو زیاتو پوځي اډو د بریدونو پر مهال، لومړی د خبرداري او د هوايي بریدونو د کشف سیستمونه په نښه کړي او وروسته یې الوتکې او ودانۍ زیانمنې کړې دي.

د اې‌پي د تحلیل له مخې، د ایران یا د ایران پلوو وسله‌والو ډلو له خوا د ادعا شویو بریدونو په ترڅ کې د اګست تر میاشتې پورې، د امریکا د پوځي تجهیزاتو لرونکو ۲۶ اډو او نورو ځایونو ودانۍ زیانمنې یا ویجاړې شوې دي. په دې موده کې د بې‌پیلوټه الوتکو او توغندیو له ۱۱۵ ډېر بریدونه ثبت شوي دي.

اې‌پي د څو سپوږمکۍ انځورونو له لارې د زیانونو خپلواکه ارزونه کړې او له څلورو سیمه‌ییزو چارواکو سره یې هم خبرې کړې دي. د څېړنې له مخې، ایران په لومړیو بریدونو کې د الوتکو هنګرونه او د راتلونکو بریدونو د کشف سیستمونه په نښه کړي، څو وروسته پر زېرمتونونو، د سرتېرو پر استوګنځایونو او نورو تاسیساتو بریدونه وکړي.

د راپور له مخې، دغو بریدونو په منځني ختیځ کې د امریکا پوځي حضور د پام وړ بدل کړی دی. دوو سیمه‌ییزو چارواکو ویلي چې امریکا د خپلو ډېرو تجهیزاتو د انتقال پرېکړه کړې او له فارس خلیج څخه یې الوتکې، د هوايي دفاع سیستمونه، مخابراتي وسایل او نور مهم تجهیزات ایستلي دي.

اې‌پي وايي، د دغو زیانونو کچه د سیمې د امریکا د دفاعي وړتیاوو په اړه پوښتنې راپورته کوي؛ په ځانګړي ډول داسې مهال چې ولسمشر ډونالډ ټرمپ له منځمهالو ټاکنو وروسته د نوو بریدونو په اړه غور کوي او تهران د سخت غچ اخیستلو ګواښ کړی دی.

د اې‌پي د تحلیل له مخې، د اپرېل له لومړۍ د جون تر ۳۰مې د ایران بریدونو د امریکا پر پوځي اډو سلګونه ودانۍ او نور تاسیسات زیانمن یا ویجاړ کړي دي. د جګړې د بیا پیل احتمال دا اندېښنه هم زیاتوي چې امریکا به د جګړې له پای وروسته په سیمه کې خپلې اډې او تجهیزات بېرته ورغوي که نه.





Advertisement Space Available Contact us for advertising