د فنلنډ د ګرځندوی رسمي ادارې «Visit Finland» د نړۍ له مجردانو غوښتي چې د «Finnish Dinner Date» په نوم د ماښامنۍ او کلتوري پېژندګلوۍ پروګرام ته د ۲۰۲۶ کال د نومبر تر ۱۰مې غوښتنلیکونه وسپاري.
د پروګرام لپاره به ۱۶ کسان غوره شي، چې د ۲۰۲۷ کال په فبرورۍ کې به د فنلنډ هلسینکي یا تامپره ښار ته په څلور ورځني سفر ولاړ شي. د ټاکل شویو ګډونوالو د الوتکې ټکټ، استوګنې، خوړو او سیاحتي او تفریحي فعالیتونو لګښتونه به د پروګرام تنظیموونکي ورکوي.
ګډونوال به په دوو اته کسیزو ډلو ووېشل شي او هره ډله به له ځايي مجردو فنلنډیانو سره په ځانګړې ډلهییزه ماښامنۍ کې ګډون وکړي.
د «Visit Finland» په وینا، د پروګرام موخه د فنلنډ د خوړو او کلتور معرفي کول دي، نه د واده یا د ژوند د ملګري موندلو زمینه برابرول.
غوښتونکي باید په انګلیسي ژبه یوه لنډه ویډیو جوړه کړي او دې پوښتنې ته ځواب ورکړي: «که د ماښامنۍ مېلمستیا جوړوئ، کوم خواړه به وړاندې کوئ او ولې؟»