د کاناډا لومړي وزیر مارک کارني ویلي، هېواد یې غواړي تر ۲۰۲۷ کال د جون میاشتې پورې له اروپايي ټولنې سره د «ملګري غړیتوب» په نوم یوه نوې هوکړه بشپړه کړي.
کارني د مونتریال له سرمشریزې وروسته وویل، دواړه لوري هڅه کوي داسې ژوره همکاري رامنځته کړي چې د بشپړ غړیتوب پرته د اروپايي ټولنې تر ټولو نږدې مشارکت وي.
د «همکارغړي» مفهوم تر اوسه د اروپايي ټولنې په تړونونو کې رسمي حقوقي ځای نه لري او د دې عملي چوکاټ لا هم د خبرو اترو په پړاو کې دی.
راپورونه وایي، جرمني د سرمشریزې د ګډې اعلامیې پر مهال د «همکار غړي» اصطلاح سره مخالفت کړی و، خو دواړو خواوو بیا د « د ډېر نږدې مشارکت» اصطلاح کارولې ده.
د اروپايي کمېسیون مشرې اورزولا فان دیر لاین ویلي، کاناډا او اروپايي ټولنه غواړي د همکاریو یو نوی او بېساری چوکاټ جوړ کړي.
په غونډه کې د ډیجیټلي سوداګرۍ، انرژۍ، حیاتي معدني موادو، مصنوعي ځیرکتیا، سوپر کمپیوټرونو، سپوږمکیزو ټکنالوژیو او اوکراین د ملاتړ په برخو کې هم د همکاریو پراخولو اعلان وشو.