جرمني د بهرنیو ماهرو کارکوونکو د جذب لپاره د ویزې د چټک بهیر کړنلاره معرفي کړې، چې له مخې یې د بشپړو اسنادو له سپارلو وروسته باید د ویزې په اړه پرېکړه په درېیو اوونیو کې وشي.
د «ماهر کارکوونکو چټکه کړنلاره» د جرمني د استوګنې قانون د ۸۱ا مادې پر بنسټ ده. د دې بهیر موخه د جرمني په سفارتونو کې د کاري ویزو د غوښتنلیکونو او د ملاقاتونو د اوږدو انتظارونو کمول دي؛ هغه ستونزه چې د بهرنیو غوښتونکو د زیاتېدو له امله رامنځته شوې ده.
د دې کړنلارې له مخې، جرمني شرکتونه باید د خپل ایالت له اړوند بهرنیانو ادارې سره اړیکه ونیسي. دغه اداره د کارکوونکي د مسلکي اسنادو ارزونه او د بهیر نور پړاوونه همغږي کوي. په ځینو مواردو کې د جرمني د فدرالي کارموندنې ادارې تایید هم اړین وي.
د بهرنیو هېوادونو د تحصیلي او مسلکي اسنادو ارزونه د دې بهیر مهمه برخه ده. د جرمني اړوندې ادارې باید د بشپړو اسنادو له ترلاسه کولو وروسته، د مسلکي وړتیاوو د پېژندنې په اړه تر دوو میاشتو پورې پرېکړه وکړي.
خو د چټکې کړنلارې بشپړول د ویزې د ترلاسه کولو ضمانت نه کوي. وروستۍ پرېکړه د جرمني له سفارت یا قونسلګرۍ سره ده او که غوښتنلیک رد شي، د ورکړل شویو لګښتونو د بېرته ترلاسه کولو حق نه لري.
جرمني دا ګام په داسې حال کې اخلي چې د روغتیا، انجینرۍ او ټکنالوژۍ په ګډون په ګڼو برخو کې د ماهرو کارکوونکو له کمښت سره مخ دی او هڅه کوي بهرني متخصصان د کار لپاره جذب کړي.