د امریکا د کانګرس د لوېزیانا ایالت استازي ټرای اې کارټر، له امریکا څخه د لسګونو افغان کورنیو د ایستلو پر پلان نیوکه کړې او دا یې د شرم وړ بللی دی. نوموړي ویلي، دغو کورنیو د افغانستان د جګړې پر مهال له امریکايي پوځ سره مرسته کړې او اوس د ایستلو له ګواښ سره مخ دي.
کارټر یکشنبه، د لړم په ۱۰مه، په یوه پیغام کې ویلي، د دې پر ځای چې له افغان کورنیو ملاتړ وشي، هغوی له امریکا څخه د شړلو له خطر سره مخ دي. هغه خبرداری ورکړی چې دغه کورنۍ افغانستان ته د ستنېدو په صورت کې د غچ اخیستنې او ان د مرګ له ګواښ سره مخ کېدای شي.
نوموړي پر ایکس لیکلي: «زما له ایالت څخه د لسګونو افغان کورنیو ایستل په بشپړ ډول وحشتناک او د خواشینۍ وړ دي.»
دا څرګندونې وروسته له هغې کېږي چې بلومبرګ راپور ورکړی و، امریکا په پام کې لري په راتلونکو اوونیو کې یو شمېر افغانان، په ځانګړي ډول د هغو کسانو کورنۍ چې له امریکايي پوځ سره یې کار کړی، پاکستان ته واستوي.
بلومبرګ د افغانانو د ملاتړ سازمان «افغان ایواک» په حواله ویلي، د امریکا د کډوالۍ چارواکو ځینو افغانانو ته خبر ورکړی چې ښايي د ایستلو په احتمالي الوتنه کې شامل شي.
نیویارک ټایمز هم راپور ورکړی چې امریکا د نومبر په دویمه نېټه ۱۵۰ افغان کډوال پاکستان ته لېږي. د ورځپاڼې په وینا، دغه کسان اوس مهال د لوېزیانا ایالت کې ساتل کېږي او ډېری یې ښايي په افغانستان کې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې له ځورونې او تعقیب سره مخ شي.