ټاکل شوې د جرمني په ۳۴ ښارونو کې له ۱۶۰ زرو ډېر کسان د ځوانانو په مشرۍ لاریونونو کې ګډون وکړي. لاریونکوونکي د ژوند د لګښتونو د لوړېدو، د زدهکړو د ستونزو او د اجباري پوځي خدمت د بېرته پلي کېدو د پلانونو پر ضد راټولېږي.
رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی چې دغه لاریونونه د «Gen Z regelt» په نوم د یوه کمپاین له خوا تنظیم شوي او د برلین، فرانکفورت او مونیخ په ګډون به په ۳۴ ښارونو کې ترسره شي.
لاریونکوونکي د زدهکړو په برخه کې د زیاتو پانګونو، د ژوند د لګښتونو د کمېدو او د اجباري پوځي خدمت د لغوه کېدو غوښتنه کوي. دوی وايي، د اقتصادي ستونزو او د راتلونکي په اړه اندېښنې د ځوان نسل ژوند ستونزمن کړی دی.
د جرمني چارواکي تمه لري چې لاریونونه به تر ډېره سولهییز وي، خو خبرداری یې ورکړی چې ښايي افراطي ډلې له دې فرصت څخه د خپلو موخو لپاره ګټه واخلي.
د هسن ایالت د کورنیو چارو وزیر رومان پوزیک ویلي، جرمني باید د فرانسې د لاریونونو په څېر د تاوتریخوالي، لوټمارۍ او د پولیسو پر ضد بریدونو تجربه تکرار نه کړي.
د لاریونونو تنظیموونکي وايي، د دوی حرکت پر اقتصادي او ټولنیزو ستونزو متمرکز دی. د جرمني د زدهکوونکو ملي سازمان هم د کمپاین له ډلې ځان جلا کړی، خو د زدهکوونکو اندېښنې یې پر ځای بللې دي.