لټون

ایران له اټومي تړون د وتلو ګواښ کوي؛ له امریکا سره مذاکرات مشروط بولي

10 لړم 1405 - 09:11 75 views
ایران له اټومي تړون د وتلو ګواښ کوي؛ له امریکا سره مذاکرات مشروط بولي
د ایران د ملي امنیت شورا مشر محسن رضايي ویلي، د جګړې د بیا پیل په صورت کې تهران ښايي له اټومي تړون څخه ووځي او له امریکا سره مذاکرات یې د شرایطو منلو پورې تړلي دي.

د ایران د ملي امنیت شورا مشر محسن رضايي ویلي، که پر دغه هېواد جګړه بیا پیل شي، تهران ښايي د اټومي وسلو د نه‌خپرېدو له تړون (NPT) څخه د وتلو پرېکړه وکړي.

رضايي رسنیو ته ویلي، ایران تر اوسه د خپلې اټومي تګلارې د بدلون په اړه نوې پرېکړه نه ده کړې، خو له امریکا سره د مذاکراتو د پیل لپاره باید د تهران شرایط ومنل شي. نوموړي ټینګار کړی چې که دغه شرایط ونه منل شي، ایران خبرو ته حاضر نه دی.

د ایران د ملي امنیت شورا مشر همداراز ویلي، د «مکې تړون» غړو هېوادونو لوړپوړو چارواکو له ایراني چارواکو سره په خبرو کې د اسرائیلو د ګواښ په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده.

بلخوا د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي ویلي، ایراني ځواکونه د نویو او عصري وسلو په ازمایلو سره هر ډول احتمالي جګړې ته چمتو دي.

دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې په وروستیو ورځو کې د ایران پر ضد د امریکا د احتمالي پوځي بریدونو په اړه اندېښنې زیاتې شوې دي. د ایران د چارواکو له څرګندونو داسې ښکاري چې تهران د پوځي چمتووالي ترڅنګ له امریکا سره د مذاکراتو لپاره هم خپل شرایط مطرح کوي.


Advertisement Space Available Contact us for advertising